دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنړيوال بانک ،په افغانستان کې له هرو څلورو ځوانانو کې یو بې...

نړيوال بانک ،په افغانستان کې له هرو څلورو ځوانانو کې یو بې روزګاره دی

ویب ډیسک

نړیوال بانک وايي، د افغانستان اقتصاد په تدریجي او ورو ډول وده کوي، خو هم‌مهاله د مالي فشارونو، پراخ سوداګریز کسر، او دوامدارې بې وزلۍ او د خوړو نه خوندیتوب له امله یې حالت ناڅرګند دی.

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان نا خالص تولید دوه اعشاریه پنځه سلنه اټکل شوی چې د اقتصادي پراختیا دویم پرلپسې کال بلل کېږي. دغه وده تر ډېره د کرنې، کان کیندنې، ساختماني او سوداګرۍ چارو په برخو کې شوې ده.

په داسې حال کې چې دغه هېواد د تولید او خدمتونو، نامناسب سوداګریز چاپیریال، د صادراتو پر وړاندې دوامداره خنډونه، او د بهرنیو مرستو کمښت له امله ننګونو سره مخ دی. دغه راز د وارداتو زیاتوالي د سوداګرۍ کسر پراخ کړی او بهرني زیانونه یې لوړ کړي.

نړیوال بانک په خپل رپوټ کې چې د اپرېل پر ۲۳مه نېټه خپور شوی وايي، د نفوسو د چټکې ودې په عین وخت کې، د سړي سر عاید په ټپه ولاړ دی، بې وزلي او د خوراکي توکو نه خوندیتوب لا هم تر ټولو مهمې ننګونې بولي، چې د بې روزګارۍ او په اقتصادي برخه کې پر ښځو د محدودیتونو له امله لا سختې شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه