ويب ډيسک
د سپينې ماڼۍ ویانده کارولین لیویت په یوه خبري ناسته کې وايي، چې لنډمهالي خوندیتوب لرونکو افغانانو دوسیې به د امریکا محکمه وڅېړي.
لیویت ویلي، چې امریکا په دغه هېواد کې د موقت اقامت لرونکو افغان کډوالو ملاتړ نه دی ختم کړی، بلکې قانوني موده یې بشپړه شوې ده، چې پر بیا څېړلو یې غور کېږي.
له دې وړاندې راپورونه ورکول شوي وو، چې امریکا په دغه هېواد کې لنډمهالي خوندیتوب لرونکو افغانانو ته یوه اوونۍ وخت ورکړی، څو په خپله خوښه ووځي، چې ورسره د یو شمېر «افغان مسیحي» وګړو د اخراج اندېښنې هم پیدا شوې دي.
د راپور له مخې، مذهبي مشرانو هم له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې له امریکا د دغو مسیحي وګړو د ایستلو مخنیوی وکړي، ځکه په وینا یې د طالبانو له لوري به له غچ اخیستلو سره مخ شي.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې دغه هېواد ته د افغانانو د کډوالۍ ځینې بهیرونه ځنډولي چې ورسره سلګونه زره افغانان په ناڅرګند برخلیک کې پاتې دي.
# #US #Afghanistan #Refugees


