ویب ډیسک
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د هند کشمیر کې پر سیلانیانو برید د «غندنې وړ» بللی دی.
د طالبانو خارجه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا ډول پېښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي.
د هند جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو د وسله والو برید کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
د طالبانو په اعلامیه کې د هند له دولت سره خواخوږي نه ده ښودل شوې، خو له دې وړاندې یې د یوه مهم اقتصادي هېواد په توګه هند سره د اړیکو پراختیا غوښتنه کړې وه.
د هند کشمیر کې وسله وال برید په تړاو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه برید د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو هېوادونو له لوري غندل شوی دی.
که څه هم هند د برید په تړاو په رسمي ډول کومه وسله واله ډله یا هېواد نه دی تورن کړی، خو لومړي وزیر نریندرا مودي ډاډ ورکړی، چې عدالت په پلی کړي.
# #India #Kashmir #Afghanistan


