ویب ډیسک
د طالبانو کډوالو چارو وزیر کابل کې د یوناما مرستیال او فعالو نړیوالو بنسټونو ترمنځ د افغان کډوالو او بې ځایه شویو د ستونزو حل او همغږۍ تخنیکي ناسته کړې ده.
مولوي کبیر په جبري توګه له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې او د دغه هېواد له لوري یې کډوالو سره تشدد او زور زیاتی له زغم بهر او د کرکې پيدا کېدو لامل ګڼلی دی.
د طالبانو کډوالو وزیر داسې مهال د پاکستان پر چلند نیوکه کوي، چې کابل ته د دغه هېواد لومړي زویر مرستیال په مشرۍ د پلاوي سفر کې د کډوالو ستونزو پر حل هوکړې شوې دي.
ورته مهال طالبانو په هېواد کې له فعالو نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې خپلې ټولې مرستې د افغان کډوالو او داخلي بې ځایه شویو لپاره متمرکزې کړي.
د یوناما د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۳ کال راهیسې تراوسه نږدې ۸ سوه زره افغان کډوال له پاکستانه ستانه شوي چې اړوندې مرستې یې هم ترلاسه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د اپرېل له پیل راهیسې څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده جبري اخراج کړي، چې د معلوماتو له مخې دوه پر درېیمه برخه یې ماشومان دي.
# #Afghanistan #UNAMA #Refugees


