دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسحاق ډار کابل ته ورسېده

اسحاق ډار کابل ته ورسېده

ويب ډيسک

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د شهباز شریف مرستیال په یو ورځني سفر کابل ته ورسېد.

 

د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار لومړی سفر دی.

 

ټاکل شوې چې د نوموړي په مشرۍ د پاکستان ګډ پلاوی به د طالبانو له رییس الوزراء، بهرنیو چارو وزیر او نورو طالب چارواکو سره وویني.

 

د اسحاق ډار او مله پلاوي هرکلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال نعیم وردګ، د یاد وزارت عمومي رییس او د دولتي پروتوکول رییس ورغلي وو.

 

له دې وړاندې کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم د همغږۍ ګډې کمېټې غونډه کې د ګډون لپاره سفر کړی و.

# #Afghanistan #Pakistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه