ویب ډیسک
د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې د پاکستان مرستیال لومړی وزیرهم دی، ویلي په نږدې ورځو کې به کابل ته سفر وکړي.
نوموړي د هنګري د بهرنیو چار له وزیر پیټر سیجارتو سره نن پنجشنبه تر لیدنې وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، چې دوی د سیمې او نړیوال وضعیت، په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړې.
سرچینې ویلي، ټاکل شوې چې ډار د اپرېل پر ۱۹مه نېټه کابل ته په یوه ورځني سفر لاړ شي او د ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر او نورو مشرانو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړي.


