سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا وايي ،بګرام کې د دوي شتون دروغ دي

امریکا وايي ،بګرام کې د دوي شتون دروغ دي

ویب ډیسک

د امریکا یوه دفاعي چارواکي ویلي چې هغه راپورونه چې وايي امریکا د بګرام پر هوایي اډه تسلط لري او یوه ټرانسپورټي الوتکه دې سیمې ته الوتلې، سم نه دي.

 

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د استخباراتو ادارې د عامه اړیکو مشرې لیز لیون، هم هغه ادعاوې رد کړې چې وايي مایکل الیس، د دې ادارې مرستیال بګرام ته تللی دی.

 

هغې د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل: «هغه راپورونه چې وايي مایکل الیس، د امریکا د استخباراتو ادارې مرستیال په بګرام هوایي اډه کې موجود دی، ناسم دي.»

 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد،هم هغه راپورونه رد کړي وو چې وايي د امریکا پوځي الوتکه په بګرام هوایي اډه کې ناسته ده او ټینګار یې کړی وو چې دوی به د داسې کار اجازه ورنه کړي.

 

د بګرام هوایي میدان، چې د پروان ولایت کې موقعیت لري، د دوو لسیزو لپاره په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو اصلي اډه وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه