ویب ډیسک
د پاکستان حکومت وایي د اپریل له لومړۍ نېټې تراوسه پورې ۱۲ ورځو کې یې ۲۹زره او ۷۴۴ هغه کډوال بېرته افغانستان ته لېږدولي چې دوی یې غیرقانوني بولي.
د پاکستان حکومت دې کډوالو ته د مارچ تر ۳۱مې وخت ورکړی و چې په داوطلبه ډول افغانستان ته ستانه شي.
بل خوا شکایتونه موجود دي چې د پاکستان حکومت له دې کډوالو سره تاوتریخوالی او له سپکاوي ډک چلند کوي او مالونه او شتمنۍ یې ایساروي.
د کډوالو ملاتړ سازمانونه او مطرح څهرې له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند غندي او دا له غیراصولي بولي.
د ملگرو ملتونو کډوالو اداره وایي چې لا هم په پاکستان کې څه باندې ۱ میلیون او ۳۰۰ زره افغانان په قانوني ډول ژوند کوي.
# #Afghanistan #Pakistan #AfghanRefugees


