سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان وايي ،تراوسه پورې ۱۲ ورځو کې یې ۲۹زره او ۷۴۴ کډوال...

پاکستان وايي ،تراوسه پورې ۱۲ ورځو کې یې ۲۹زره او ۷۴۴ کډوال بېرته افغانستان ته لېږدولي

ویب ډیسک

د پاکستان حکومت وایي د اپریل له لومړۍ نېټې تراوسه پورې ۱۲ ورځو کې یې ۲۹زره او ۷۴۴ هغه کډوال بېرته افغانستان ته لېږدولي چې دوی یې غیرقانوني بولي.

 

د پاکستان حکومت دې کډوالو ته د مارچ تر ۳۱مې وخت ورکړی و چې په داوطلبه ډول افغانستان ته ستانه شي.

 

بل خوا شکایتونه موجود دي چې د پاکستان حکومت له دې کډوالو سره تاوتریخوالی او له سپکاوي ډک چلند کوي او مالونه او شتمنۍ یې ایساروي.

 

د کډوالو ملاتړ سازمانونه او مطرح څهرې له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند غندي او دا له غیراصولي بولي.

 

د ملگرو ملتونو کډوالو اداره وایي چې لا هم په پاکستان کې څه باندې ۱ میلیون او ۳۰۰ زره افغانان په قانوني ډول ژوند کوي.

 

# #Afghanistan #Pakistan #AfghanRefugees

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه