دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا د خوراکي مرستو نه دوام به میلیونونه افغانان د لوږې له...

امریکا د خوراکي مرستو نه دوام به میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ کړي. 

ویب ډیسک

افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیالې ویلي، له افغانستان سره د امریکا د خوراکي مرستو نه دوام به میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ کړي.

 

مټینټا چیموکا له انډیپنډنټ ورځپاڼې سره خبرو کې دغه راز زیاته کړې چې د دغو مرستو د بندښت له امله به افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه کسان، له ایران او پاکستانه راستنېدونکي څه باندې دوه میلیونه نور افغانان او څه باندې ۴۰۰ زره پر خوارځواکۍ اخته ښځې او ماشومان له روغتیایي او خوراکي مرستو بې برخې کړي.

 

د ډانلډ ټرمپ حکومت تر دې وړاندې له افغانستان او یمن پرته پر ۱۲ هېوادونو د خوراکي توکو بندښت پایته رسولی و.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه