سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان حکومت افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او جبري ایستلو په...

افغان حکومت افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او جبري ایستلو په اړه ځانګړې غونډه ترسره کړې

ويب ډيسک

د افغانستان حکومت د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ، له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او جبري ایستلو په اړه ځانګړې غونډه ترسره شوې.

د باختر خبري اژانس راپور له مخې، یاده غونډه کې د کابینې نورو غړو ترڅنګ د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، او د کډوالو او بیرته را ستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ګډون کړی و.

په غونډه کې له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو څخه غوښتنه وشوه چې د دې انساني ناورین په مخنیوي او د افغان کډوالو په با عزته توګه راستنېدو کې خپل مسولیت ادا کړي.

خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د تېر په څېر له خپلو ټولو موجوده امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې، راستنېدونکو افغان کډوالو ته لازمي اسانتیاوې برابرې کړي.

په غونډه کې له پاکستان څخه غوښتل شوي چې له افغان کډوالو څخه له نرمۍ کار واخلي او په باعزته یې راستانه کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه