ويب ډيسک
په بلوچستان کې د تیرو لسو ورځو راهیسې د دوو مهمو ملي لویو لارو تړل کیدو د عامو خلکو، سوداګرو او ټرانسپورټرانو ستونزې زیاتې کړې دي.
ټرانسپورټران او سوداګریزه ټولنه هره ورځ په ملیونونو روپۍ زیان کوي.
د کوټې د سوداګرۍ خونې مشر محمد ایوب ماریاني وايي چې د لویو لارو د بندیدو له امله سوداګر یوازې د کانټینرونو لپاره د ډیمریج چارجونو په توګه هره ورځ ۱۲۰،۰۰۰ امریکایي ډالر (تقریبا ۳۳.۶ ملیون روپۍ) زیان زغمي، پداسې حال کې چې نور مالي زیانونه د دې سربیره دي.
د بلوچستان ملي ګوند (بي این پي) د مارچ په ۲۸مه د ډاکټر مهرنګ بلوچ او د بلوچ پیوستون کمیټې د نورو ښځینه مشرانو د نیولو په اعتراض کې له وډ څخه کوټې ته اوږد مارچ پیل کړ، خو حکومت لاریون کوونکو ته د کوټې ته د ننوتلو اجازه ورنه کړه.


