ویب ډیسک
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم پر خوارځواکۍ اخته کېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي چې سږ کال به په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ ښکار شي.
د WFP د افغانستان څانګې چارواکو د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغانستان اوس مهال د ماشومانو د خوارځواکۍ برخه کې تر ټولو سخت بحران سره مخ دی.
یاد سازمان ټینګار کړی چې که کافي بودیجه موجوده وي، دا بحران د مخنیوي وړ دی او دوی کولای شي اغېزمنو ماشومانو او میندو ته کافي خواړه ورسوي.
د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې هم د بودیجې د کمښت له امله اندېښنه ښودلې وه او خبرداری یې ورکړی و چې دا وضعیت د خوارځواکۍ له امله د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي.
هېواد کې داسې مهال د مور او ماشوم د روغتیا په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، چې تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان کې هرو ۴۰ میندوارو مېرمنو کې یوه په زېږون مري.
د روغتیا برخې فعالان په هېواد کې د مور او ماشوم د روغتیا په اړه د ملګرو متلونو وروستي راپورونه ګواښوونکي بولي او ټینګار کوي، چې په کور دننه دې د چمتوالي سربېره، نړیوالې مرستې زیاتې شي.
# #Afghanitan #UN #WFP #Health


