سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاروپایي ټولنې افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت جوړېدو ټینګار کړی دی.

اروپایي ټولنې افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت جوړېدو ټینګار کړی دی.

ویب ډیسک

د اروپایي ټولنې او منځنۍ آسیا هېوادونو مشرانو په لومړۍ غونډه کې په افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت جوړېدو ټینګار کړی دی.

 

په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د اروپایي ټولنې او منځنۍ آسیا هېوادونه افغانستان کې د یوه داسې ټولګډونه حکومت رامنځته کېدو لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار کوي چې د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي لږکیو حقونه پکې بشپړ خوندي وي.

 

د منځنۍ آسیا هېوادونو مشرانو او اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې رامنځته کېدونکی ټولګډونه حکومت باید نړیوالې ژمنې عملي کړي او له هېوادونو سره په سوله کې اړیکې ولري.

 

طالبان ادعا کوي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو سربېره یې یو شمېر اروپايي هېوادونو سره هم سیاسي تعاملات پراخ شوي دي او دا د خپلې بهرنۍ پالیسۍ کامیابي بولي، خو تراوسه د یادو هېوادونو له لوري په رسمیت نه دي منل شوي.

 

خو په ورته مهال دغه غونډه کې د ازبکستان ولسمشر هیله څرګنده کړې چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د رغنده خبرو د اسانتیا او د نړیوالو ژمنو د پلي کېدو په برخه کې ملاتړ څرګند کړي.

 

د دوحې په تړون کې هم طالبانو له نړیوالو په ځانګړې توګه امریکا سره ژمنه کړې ده، چې په افغانستان کې به ټولګډونه حکومت جوړوي او د افغان ښځو حقونو ته د درناوي ترڅنګ به هېوادونو ته ګواښ نه پېښوي.

 

کارپوهان وايي، که طالبان غواړي چې د نړیوالو له لوري په رسمیت ومنل شي او رسمي سیاسي تعاملات ورسره پیل کړي، نو د افغان ښځو حقونو ورکړې سربېره دې په هېواد کې د ټولو افغانانو په خوښه ګډ حکومت جوړ کړي.

 

طالبان وايي، چې په افغانستان کې یې د ښځو ټول حقونه تأمین کړي؛ مشروعیت یې ترلاسه کړی او د نړۍ هېوادونو ته یې ډاډ ورکړی چې افغان خاوره د چا پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي، خو نړیوال وايي، یادې ژمنې نه دي عملي شوي.

# #Afghanistan #Kabul #Doha #Politics

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه