ویب ډیسک
د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ په ګډون د یاد سازمان ګڼ شمېر کارپوهانو له پاکستان غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ژر تر ژره ودروي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یادې ډلې چې د بشري حقونو او کډوالۍ برخې چارواکي پکې شته، اندېښنه څرګنده کړې چې په زور د افغان کډوالو ایستل کولای شي د ژوند خطرونو سربېره جنسیتي او د ښځو او نجونو حقوق زیانمن کړي.
که څه هم ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم د افغان کډوالو د ایستلو لومړي پړاو کې له پاکستان د دغې لړۍ د ودرولو غوښتنه کړې وه، خو د پاکستان په پرېکړو کې یې بدلون نه دی راوستی.
ملګري ملتونه وايي، د پاکستان دا اقدام د کډوالۍ نړیوالو قوانینو او د یاد سازمان له دریځونو سره خلاف دی او غوښتنه کوي، چې پاکستان دې د افغان کډوالو اوږدمهالی کوربه توب وساتي.
له دې سره سم د راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو په خیبرپښتونخوا، پنجاب او کراچۍ کې د افغان تابعیت کارت لرونکو کډوالو د نیولو او جبري اخراج لړۍ چټکه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یادې ډلې د هغو افغانانو برخلیک ته هم اندېښنه ښودلې ده چې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري. دوی وايي که دا افغانان هېواد ته ستانه کړل شي، د ژوند لپاره یې خطرونه زیاتېږي.
پاکستان د تېرې مارچ میاشتې ۳۱ مه په داوطلبانه توګه ACC کارت لرونکو افغانانو ته وخت ورکړی و، چې له پاکستان ووځي، چې د یاد مهلت له پوره کېدو سره سم یاد هېواد د افغان کډوالو د نیولو او اخراج پراخ عملیات پیل کړي دي.
# #AfghanRefugees #UN #Afghanistan #Pakistan


