دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا وايي،هېڅ ډله د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه...

امریکا وايي،هېڅ ډله د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني

ویب ډیسک

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ويلي چې هېڅ ډله د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني.

 

د واشنګټن ایګزماینر په نوم یوې رسنۍ د امریکا بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې یاد هېواد د اوس لپاره کابل کې د امریکا سفارت پرانېستلو پلان هم نه لري.

 

تېره میاشت کابل ته د امریکايي لوړپوړي پلاوي سفر طالبانو سره هیلې پیدا کړې، چې امریکا به په کابل کې سفارت پرانېزي او دوی ته به هم اجازه ورکړي، څو په دغه هېواد کې خپل قونسلي خدمات پیل کړي.

 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي وو چې کابل ته د راغلي پلاوي سره د بندیانو د تبادلې ترڅنګ، د امریکا سفارت او واشنګټن کې د افغانستان سیاسي استازولۍ پر پرانېستلو خبرې شوې دي، خو د امریکا خارجه وزارت دا احتمال رد کړی دی.

 

که څه هم طالبانو امریکا سره د نویو اړیکو باب پرانېستلو ته هیله مندي څرګنده کړې وه، خو تراوسه یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو د دغو څرګندونو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

 

کارپوهان له طالبانو سره د نړیوالو په ځانګړې توګه د امریکا تعامل د ښځو حقونو، ټولګډونه حکومت او د افغانستان له خاورې نورو ته د ګواښ نه پېښېدلو پورې مشروط ګڼي، چې په خبره یې تراوسه یې دغه ژمنې په عملي ډول نه دي پوره کړي.

 

که څه هم کارپوهان له افغانستان سره د امریکا د سیاسي رسمي اړیکو درلودو او پیل ته خوشباوره دي، خو ټینګار کوي چې له دې وړاندې دې په کور دننه مشروعیت ترلاسه او د افغانانو په خوښه دې ولسواک نظام رامنځته کړي.

#

#Afghanistan #US #Politics #Doha

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه