ویب ډیسک
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د کراچۍ ښار سیمه ییزو ادارو او امنیتي بنسټونو ته د ۱۶ زره افغان کډوالو د جبري اخراج او نیولو امر شوی چې دا لړۍ یې پیل کړې ده.
د معلوماتو له مخې دغه ۱۶ زره کسان د افغان تابیعت یا (ACC) کارت لرونکي دي، چې تر دا مهاله شاوخوا ۲۰۰ افغان تابیعت کارت لرونکي کډوال نیول شوي دي.
کراچۍ کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو د عملیاتو چټکوالی داسې مهال دی، چې تازه د ملګرو ملتونو کارپوهانو ډلې له دغه هېواد غوښتي، چې په جبري ډول د افغانانو د اخراج لړۍ ودروي.
له پاکستان د افغان تابیعت کارت لرونکو د ایستلو پلان د ناقانونه بهرنیانو د ستنولو د پلان (IFRP) برخه ده چې د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د پاکستان حکومت پیل کړی دی.
بل خوا د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي آسیا مرستیال بابو رام پانت ویلي:
«هغه افغانان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي، په ځانګړي ډول ښځې، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، هنرمندان او پخواني چارواکي له جدي خطر سره مخ دي. پاکستان باید د دوی جبري اخراج بند کړي».
پاکستان د تېرې مارچ میاشتې ۳۱ مه په داوطلبانه توګه ACC کارت لرونکو افغانانو ته وخت ورکړی و، چې له پاکستان ووځي، چې د یاد مهلت له پوره کېدو سره سم یاد هېواد د افغان کډوالو د نیولو او اخراج پراخ عملیات پیل کړي دي.
# #AfghanRefugees #UN #Afghanistan


