ویب ډیسک
د میانمار پوځي حکومت تایید کړه چې د تېرې ورځې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۰۰۲ تنو ته رسېدلی دی.
رویټرز راپور ورکړی، چې د زلزلې له امله سلګونه خلک تر خاورو او ویجاړو شویو ودانیو لاندې لا هم بند پاتې دي چې د مرستې لپاره یې نړیوالې ژغورونکې ډلې رسېدلې دي.
د امریکا جیولوژیکي څېړنو اداره اټکل کوي چې په میانمار کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۱۰,۰۰۰ کسانو هم زیاتېدای شي او د اقتصادي پلوه زیانونه یې د دغه هېواد له کلني عاید هم لوړ ښودلي.
بل خوا روسیې، هند، مالیزیا، او سنګاپور د مرستې بېړنۍ الوتکې او ژغورونکې ډلې میانمار ته استولي او د ژغورنې عملیاتو کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.
له دې سره جوخت جنوبي کوریا اعلان کړی چې د بشري مرستو لپاره به د نړیوالو سازمانونو له لارې میانمار ته ۲ میلیونه ډالر مرسته برابره کړي.
په تايلنډ کې بیا د دغې زلزلې له امله لږ تر لږه ۹ کسان مړه شوي لسګونه نور تر خاورو او ویجاړیو لاندې بند پاتې دي.
د ریشتر په کچه ۷.۷ درجې دغه زلزله تېره ورځ په میانمار او ورڅېرمه هېوادونو کې وشوه.
# #Myanmar #Earthquake #USGS


