دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپوتین وايي ،جګړې پای ته رسولو لپاره باید په اوکراین کې لنډمهالی...

پوتین وايي ،جګړې پای ته رسولو لپاره باید په اوکراین کې لنډمهالی حکومت رامنځته شي

ویب ډیسک

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د سولې کولو او جګړې پای ته رسولو لپاره باید په اوکراین کې لنډمهالی حکومت رامنځته شي.

 

پوتین له ډېر وخت راهیسې ادعا کوي چې د زیلینسکي په مشرۍ د اوکراین اوسنی حکومت د خبرو اترو لپاره کوم مشروعیت نه لري؛ ځکه د ۲۰۲۴ کال په می کې د هغه کاري موده پای ته رسېدلې ده.

 

اوکراین تازه غبرګون نه دی ښودلای خو له دې وړاندې زیلینسکي ویلي وو چې د جګړې پر وخت دغه هېواد کې د ټاکنو امکان نشته او نه هم د اوکراین اساسي قانون په داسې مهال د انتخاباتو اجازه ورکوي.

 

که څه هم پوتین ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په صادقانه توګه غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو د روسیې شرطونو له امله اروپا او امریکا ویلي وو چې سوله نږدې نه ښکاري.

 

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا یوه ویاند بیا په اوکراین کې د موقت حکومت جوړېدو غوښتنې غبرګون کې ویلي، چې د اوکراین خلک او اساسي قانون د دغه هېواد حکومت ټاکي.

# #World #Ukrian #Russia #US

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه