ویب ډیسک
د علي امین ګنډاپور په مشرۍ د خیبر پښتونخوا حکومت د افغان کډوالو د ستنېدو پرېکړه منلې ده.
د راپورونو له مخې ګنډاپور غاړه ايښې چې له خیبر پښتونخوا به هم د اپرېل له پیل سره سم ناقانانونه افغان کډوال اخراج کړل شي.
له دې وړاندې نوموړي د پاکستان د مرکزي حکومت له هغې پرېکړې سره مخالفت کاوه چې څو افغان کډوال له دغه هېواد وایستل شي.
د خیبر پښتونخوا حکومت داسې مهال د افغان کډوالو د اخراج او پر وړاندې یې د عملیاتو مخالفت کاوه، چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت وویل پرېکړه یې حتمي ده او هېڅ نوعه بدلون پکې نه دی راغلی.
پاکستان افغان بې اسنادو او ACC کارټ لرونکو کډوالو ته د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱ مې مهلت ورکړی، چې په خپله خوښه ووځي، چې له هغې وروسته به په جبري ډول هېواد ته ستانه کړل شي.
د افغان کډوالو پر برخلیک تازه په کابل کې د طالبانو چارواکي د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان سره هم غږېدلي دي څو د افغان کډوالو ستونزو ته په پام ورکړل شوی مهلت وغځول شي.
پاکستان تراوسه د ملګرو ملتونو فشارونو او د طالبانو وړاندیزونو ته مثبت غبرګون نه دی ښودلی او ټینګار یې کړی، چې شوې پرېکړه به عملي کړي.
# #AfghanRefugees #Afghanistan #Pakistan #UN #IOM


