ویب ډیسک
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي ويلي، چې په افغانستان کې سوله او پرمختګ د سیمهییز ثبات اړتیاده.
په کابل کې د پاکستان سفارت د خپل بیرغ د پورته کولو د مراسمو پرمهال محمد صادق وویل، چې د پاکستان او افغانستان اقتصادي ګټې یو له بل سره تړلې دي او افغانستان د پاکستان یو له مهمو سیمهییزو شریکانو څخه دی.
هغه زیاته کړې؛ دواړه هېوادونه باید د دوه اړخیزې سوداګرۍ او سیمهییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي.
د پاکستان ځانګړي استازي ویلي، چې له افغانستان سره پراخو او ګټورو دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دی.
د صادق خان دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله د څو اوونیو لپاره وتړل شوه او د پاکستانيو او اسلامي امارت د څواکونو ترمنځ نښتې هم وشوې.
# #Pakistan #Kabul #Afghanistan


