یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان بهرنیو چارو وزیر د ا،ا له خبرو اترو رضایت څرګند...

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د ا،ا له خبرو اترو رضایت څرګند کړ

ويب ډيسک

 

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار په کابل کې د ځانګړي استازي او اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ له خبرو اترو څخه خوښي څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په دې وروستیو کې کابل ته د خپل سفر پر مهال د بهرنیو چارو او صنایعو او سوداګرۍ وزارتونو له چارسمبالو( سرپرستانو) سره ولیدل.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې د ورځې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د سولې او ثبات، سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ په ګډون پر دوه اړخیزو ګټو بحث او خبرې وشوې.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي بهرنیو چارو وزیر ته د خپل سفر راپور وړاندې کړ او هغه له دې خبرو اترو څخه رضایت څرګند کړی دی.

اسحاق ډار د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د لوړې کچې د اړیکو او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه د همکارۍ د پیاوړتیا سپارښتنې وړاندې کړې.

 

#  #Pakistan #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه