یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنیویارک ټائمز، د طالبانو او امریکا تر منځ معاملاتي ډیپلوماسي پیل شوې...

نیویارک ټائمز، د طالبانو او امریکا تر منځ معاملاتي ډیپلوماسي پیل شوې ده

ویب ډیسک

امریکا وروسته له هغې د طالبانو د کورنیو چارو پر وزیر سراج الدین حقاني ايښې لس میلیونه ډالر جایزه لغوه کړه، چې کابل ته یوه امریکايي پلاوي سفر وکړ.

 

که څه هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت کابل ته په مله پلاوي کې د زلمي خلیلزاد له رسمي رول انکار وکړ، خو د امریکا د یرغمل شویو وګړو استازي، ادم بوهلر د جورج ګلیزمن په نوم امریکايي وګړی د طالبانو له بند آزاد کړ.

 

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ګلیزمن آزادېدل داسې مهال د امریکا لپاره د «ښه نیت» په موخه وبلل، چې د نیویارک ټایمز د یوه راپور او تحلیل له مخې، د طالبانو او امریکا تر منځ «معاملاتي ډیپلوماسي» پیل شوې ده.

 

د راپور له مخې، د امریکايي بندیانو خوشې کول او په بدل کې یې د طالبانو د حقاني شبکې پر مشر او د یادې ډلې د کورنیو چارو پر وزیر ايښې جایزې لغوه کول د «معاملاتي ډيپلوماسۍ» پیل دی.

 

د امریکا عدالت لپاره انعام او فدالي څېړنو ادارو (FBI) منلې چې د سراج الدین حقاني پر سر ایښې لس میلیونه جایزه یې لرې کړې او نوم یې له دغه لېست ایستلی دی.

 

د راپور له مخې د طالبانو او امریکا ترمنځ دا «معاملاتي ډیپلوماسي» په نري تار هم تړلې ده.

 

نیویارک ټایمز د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، چې پر حقاني شبکې لګېدلې جایزې لغوه شوې دي، خو ټینګار یې کړی، چې د بندیانو نه خوشې کولو په صورت کې د ټرمپ اداره اختیار لري، څو دا جایزې زیاتې او بیا وضع کړي.

 

کارپوهان د امریکا او طالبانو وروستیو معاملاتو ته په اشارې وايي، چې دواړه لوري په تدریجي توګه د اړیکو عادي کولو په هڅو کې دي.

 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت داسې مهال د امریکايي بندیانو د خلاصون له امله له طالبانو مننه کړې، چې له دې وړاندې یې په افغانستان کې د داعش سره هم د یادې ډلې مبارزه ستایلې وه.

 

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي وو، چې طالبانو ته که په ځينو حالاتو کې داعش سره د مبارزې امر شوی، ډېر ښه یې منلی او مبارزه یې کړې ده.

 

که څه هم د امریکا او طالبانو په اړیکو کې د عادي کېدو د څرک راپورونه ورکول کېږي، خو تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد طالبانو سره په ښکاره توګه رسمي اړیکې نه دي پیل کړي.

# #Afghanistan #US #FBI #Doha

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه