ويب ډيسک
د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت ویاند بیرسټر صیب وایي، که د پاکستان حکومت وایي چې ترهګري ورته له افغانستانه پېښه ده، نو ایالتي حکومت ته دې اجازه ورکړي چې طالبانو سره خبرې وکړي.
د خیبرپښتونخوا لومړی وزیر علي امین ګنډاپور تر دې وړاندې ویلي وو چې حکومت به یې طالبانو سره د خبرو اترو لپاره دوه جلا پلاوي ولېږي، خو مرکزي حکومت یې غوښتنه رد کړې وه.
بیرسټر سیف وايي د ناامنۍ له امله خیبرپښتونخوا کې پښتانه قرباني کېږي او په وینا یې، که طالبانو سره خبرې اترې وشي، د ترهګرۍ پېښې به کمي شي.
د پاکستان پوځ نن ادعا کړې چې د ډیورنډ غاړې له دې غاړې ور اوښتونکي ۱۷ وسله وال یې وژلي دي.
بل خوا طالبان د پاکستان ناامني د هغوی کورنۍ مسئله بولي او وایي په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارېږي.
د پاکستان حکومت تازه ګواښ کړی چې د ترهګرۍ پر ضد به افغانستان کې دننه عملیات وکړي.
تر دې وړاندې لږ تر لږه دوه ځله د پاکستان حکومت په افغانستان کې دننه، په ښکاره ډول نظامي عملیات کړي دي.
# #Afghanistan #Pakistan #KPK #PTI


