سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان ۵۳ هغه افغان کارګر ماشومان افغانستان ته سپارلي .

پاکستان ۵۳ هغه افغان کارګر ماشومان افغانستان ته سپارلي .

ویب ډیسک

پاکستان ۵۳ هغه افغان کارګر ماشومان طالبانو ته سپارلي چې له ډیورنډ فرضي کرښې د کار کولو په لټه پټ اوښتي وو.

 

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې یاد کارګر ماشومان د اغزن تار په غوڅولو او تورخم کې د لویو موټرو په سینو کې له کرښې پورې غاړې اوښتي وو.

 

د راپورونو له مخې پاکستان ته په ناقانونه توګه د افغان کارګر ماشومانو د اوښتو هڅې زیاتې شوې دي چې په منځني ډول هره ورځ ۷۰۰ ماشومان ورته هڅې کوي.

 

په تورخم کې د طالبانو مسوولینو تراوسه د یادو ماشومانو او کورنیو ته یې د ورسپارلو په تړاو څه نه دي ویلي.

 

له دې وړاندې یو شمېر راپورونه ورکول شوي وو، چې په تورخم کې کارګر ماشومان له کرښې د اوښتو پر مهال مړه او ټپیان شوي هم دي.

 

تورخم او سپین بولدک کې کارګر ماشومان چې په سختو کارونو بوخت دي، د خپلو ټولو بشري او انساني حقونو بې برخې کېدو ته اندېښمن دي.

 

خلک له طالبانو غواړي چې پاکستان ته د کارګر ماشومانو د اوښتو مخنیوی وکړي او دغلته په درنو کارونو د اخته ماشومانو لپاره د حرفوي زده کړو زمینې برابرې کړي.

# #Torkham #NGR #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه