سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبيرسټر سيف ،مرکزي حکومت دې اجازه ررکړي چې افغانستان سره خبرې...

بيرسټر سيف ،مرکزي حکومت دې اجازه ررکړي چې افغانستان سره خبرې وکړو

ويب ډيسک

د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت ویاند بیرسټر صیب وایي، که د پاکستان حکومت وایي چې ترهګري ورته له افغانستانه پېښه ده، نو ایالتي حکومت ته دې اجازه ورکړي چې طالبانو سره خبرې وکړي.

 

د خیبرپښتونخوا لومړی وزیر علي امین ګنډاپور تر دې وړاندې ویلي وو چې حکومت به یې طالبانو سره د خبرو اترو لپاره دوه جلا پلاوي ولېږي، خو مرکزي حکومت یې غوښتنه رد کړې وه.

 

بیرسټر سیف وايي د ناامنۍ له امله خیبرپښتونخوا کې پښتانه قرباني کېږي او په وینا یې، که طالبانو سره خبرې اترې وشي، د ترهګرۍ پېښې به کمي شي.

 

د پاکستان پوځ نن ادعا کړې چې د ډیورنډ غاړې له دې غاړې ور اوښتونکي ۱۷ وسله وال یې وژلي دي.

 

بل خوا طالبان د پاکستان ناامني د هغوی کورنۍ مسئله بولي او وایي په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارېږي.

 

د پاکستان حکومت تازه ګواښ کړی چې د ترهګرۍ پر ضد به افغانستان کې دننه عملیات وکړي.

 

تر دې وړاندې لږ تر لږه دوه ځله د پاکستان حکومت په افغانستان کې دننه، په ښکاره ډول نظامي عملیات کړي دي.

 

# #Afghanistan #Pakistan #KPK #PTI

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه