ننګرهار مرستيال والي وايي،تورخم لار به نن ورځ یوه بجه پرانیستل شي.

0
185

ویب ډیسک

د افغانستان د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی رسنيو ته ویلي، چې تورخم لار به نن ورځ یوه بجه پرانیستل شي.

 

د نوموړي په وینا پاکستانی لوری تورخم کې د افغان کمیسار ملا عبدالجبار حکمت سره په همدې تړاو جرګه شوی دی.

 

دغه لاره ۲۵ ورځې وړاندې د اسلامي امارت لخوا د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې پاکستان تړلې وه، چې څو وار په کې دواړو غاړو ترمنځ نښتې هم وشوې.

 

بل لور د پاکستان لخوا د جرګې مشر جواد حسین کاظمي هم ویلي، چې نن لس بجې یې د لارې خلاصون په تړاو له افغان کمیسار سره ناسته پیل کړې ده.

د پاکستان لخوا د دې لارې بندولو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.