ويب ډيسک
د راپورونو له مخې تورخم دروازه له هغې وروسته هم تړلې پاتې، چې تېره ورځ یې د هر ډول تګ راتګ لپاره هوکړه شوې ده.
پرون په تورخم کې له نږدې یوې میاشتې هڅو وروسته افغان او پاکستاني سوداګرو هوکړه وکړه چې تورخم به د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانېستل شي، خو طالبان وايي له پاکستان سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.
ننګرهار کې د طالبانو یو شمېر چارواکو ویلي، چې پاکستان غواړي ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته طالبان له نظامي تاسیساتو جوړولو منع کړي، چې د یادې غوښتنې د نه منلو له امله تورخم نه دی پرانېستل شوی.
د راپورونو له مخې ننګرهار کې د طالبانو ولایتي چارواکو د پاکستان یاده غوښتنه د افغانستان په خاوره کې لاسوهنه بللې او ټینګار یې کړی، چې هېڅکله به یې ونه مني.
ورته مهال له یوې میاشتې راهیسې د تورخم تړل کېدو له امله افغان او پاکستاني سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی چې د اندېښنو په شریکولو سره غوښتنه کوي څو د تورخم پرانېستو موضوع حل کړي.
# #NGR #Afghanistan #Pakistan #Torkham


