سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځول...

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځول شو

ويب ډيسک

شوي پریکړه لیک مسودې پراساس وو، او د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو د هغې په حق کې رایه ورکړه. دا پریکړه لیک، چې د ۲۷۲۷ په نوم پیژندل کیږي، د یوناما ماموریت او لومړیتوبونه د پخواني پریکړه لیک (۲۶۲۶) څخه د پام وړ بدلونونو پرته ساتي.

 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتونبایوا، مخکې هیله څرګنده کړې وه چې د دې سازمان د ماموریت غځول به په افغانستان کې د وضعیت د لا خرابیدو مخه ونیسي. هغه دا خبرداری هم ورکړ چې د یوناما د فعال حضور پرته به په هیواد کې ننګونې نورې هم زیاتې شي.

 

په افغانستان کې ځینو سیاسي کارپوهانو دا پریکړه مثبته ارزولې او باور لري چې د یوناما شتون کولی شي د نړۍ سره د هیواد اړیکې ساتلو او د بشري مرستو همغږي کولو کې مرسته وکړي. خو ځینې منتقدین وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو په برخه کې د یوناما کمزوري فعالیت ته په پام سره، د دې سازمان د ماموریت غځول ډېر اغېزمن نه دي.

 

بلخوا اسلامي امارت تر اوسه په رسمي ډول د دې غځولو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. تر دې مخکې، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د اغیزمنتوب په اړه پوښتنې راپورته کړې وې او د دې ادارې راپورونه یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په وړاندې د “منفي ذهنیت” په رامینځته کولو تورن کړي وو.

 

په نړیواله کچه، متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او د امنیت شورا نورو غړو د دې پریکړې هرکلی کړی دی. په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر مرستیال رابرټ ووډ، د بشري حقونو وضعیت ته د رسیدګۍ او په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین کې د یوناما رول حیاتي بللی او د هغې د دوام پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه