سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان واکمن پاکستان ته ،بې اساسه تورونو لګولو پر ځای دې خپل...

افغان واکمن پاکستان ته ،بې اساسه تورونو لګولو پر ځای دې خپل امنیت ټینګ کړي او کورنیو ستونزو ته دې پام وکړي.

ويب ډيسک

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ او خارجه وزارت هغې ادعا ته غبرګون ښودلی چې ویلي وو د بلوچستان برید د افغانستان له خاورې رهبري کېده.

 

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دا ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی، چې د بې اساسه تورونو لګولو پر ځای دې خپل امنیت ټینګ کړي او کورنیو ستونزو ته دې پام وکړي.

 

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د بلوڅ آزادي غوښتونکو سره هېڅ اړیکې نه لري؛ په داسې حال کې چې پاکستان ویلي وو، طالبانو پټنځایونه ورکړي او د برید پر مهال یې له افغان خاورې رهبري کېدله.

 

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې د «بې ګناه» انسانانو پر وژلو خواشیني دي او ټینګار یې کړی، چې د سیاسي موخو لپاره د ملکیانو قرباني کول د توجه وړ نه دي.

 

پاکستان له دې وړاندې ویلي وو، چې پر جعفر ایکسپریس اورګاډي د بلوڅ آزادي غوښتونکو برید هند طرحه کړی او له افغانستان رهبري کېده. پاکستان ادعا کړې وه، چې د برید پر مهال بلوڅ وسله وال په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره تماس کې وو.

# #Pakistan #Afghanistan #Balochistan #Politics

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه