سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغان او پاکستان سوداګرو غونډه د نامعلولو دلایلو له امله وځنډېده

د افغان او پاکستان سوداګرو غونډه د نامعلولو دلایلو له امله وځنډېده

ويب ډيسک

ټاکل شوې وه چې نن په تورخم کې د افغان او پاکستان سوداګرو غونډه وشي خو د یادې جرګې یو غړی وایي چې دغه غونډه د نامعلولو دلایلو امله وځنډېده.

 

څه باندې شل ورځې شوې چې پاکستان د طالبانو له لوري د پوستې جوړېدو په غبرګون کې د تورخم لاره د هر ډول تګ او راتګ لپاره وتړله او تر اوسه دغه ستونزه نه ده حل شوې.

 

څو ځلې د د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د دغې ستونزې د حل لپاره ناسته وشوه خو لا هم نه ده حل شوې.

 

ټاکل شوې وه چې نن له غرمې مخکې بیا د افغان سوادګرو او پاکستان سوادګرو ترمنځ ناسته وشي خو د ننګرهار د سوداکرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي او له پاکستاني سوداګرو سره د جرګې غړي، عزیز الرحمن عرب په یوه خپره شوې وېډیو کې ویلي دغه غونډه د نا معلومو دلایلو له امله وځنډېده.

 

درې ورځې وړاندې هم د افغان او پاکستاني سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه غونډه شوې وه چې بې پایلې پایته رسېدلې وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه