ويب ډيسک
تازه معلومات؛ د بلوچستان ځايي پوليسو او د اورګاډي چارواکو د سه شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د جعفر ایکسپریس په مسافر وړونکي اورګاډي د ډزو پخلی کړی او ويلي يې دي چې اورګاډي له بريد وروسته په يوه تونل کې ودرول شو. د چارواکو په وینا په دغه برید کې د اورګاډي چلوونکی ټپي شوی دی.
بلوڅ لیبریشن ارمي (BLA) وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی او په ټیلیګرام کې یې په یوه بیان کې ویلي چې دوی له اورګاډي څخه ۱۸۲ کسان یرغمل کړي او ګواښ یې کړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي نو یرغمل شوي کسان به ووژني.
دغه راز دغې ډلې د ۲۰ امنيتي پرسونل د وژلو او یوه ډرون د ویشتلو ادعا هم کړې ده.
تر اوسه پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د امنیتي پرسونل د وژل کیدو او د ډرون د نسکوریدو پخلی نه دی کړی.
د پېښې د لومړنیو جزیاتو د ترلاسه کولو پر مهال، یوه حکومتي چارواکي ای اېف پي خبري اژانس ته ویلي، چې “وسله والو ۴۵۰ مسافر یرغمل کړي دي.”
د کڅ بولان ولسوالۍ د پولیسو افسر رانا دلاور رویټرز ته وویل چې په اورګاډي کې شاوخوا 350 مسافر خوندي دي، په داسې حال کې چې 35 وسله والو یرغمل کړي دي. نوموړي زیاته کړې، چې له برید وروسته امنیتي ځواکونو «لوی عملیات» پیل کړي، چې له پاره یې چورلکې او د ځانګړو ځواکونو پرسونل هم ځای پر ځای شوي دي.


