سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان واکمن ،د اقلیمي شرایطو په برابرېدو سره به د هېواد کې...

افغان واکمن ،د اقلیمي شرایطو په برابرېدو سره به د هېواد کې د ټاپي پروژې چارې لا ګړندۍ شي.

ویب ډیسک

دافغانستان د کانونو او پترولیم وزارت مسوولین وايي، د اقلیمي شرایطو په برابرېدو سره به د هېواد کې د ټاپي پروژې چارې لا ګړندۍ شي.

د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، په افغانستان کې اته کیلومټره پرمختګ لرلی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت همایون افغان وایي، اوسمهال د دې پروژې کار په هرات کې روان دی او د هوا په ښه کېدو سره به یې چارې چټکې شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، اوسمهال په افغانستان کې د دغې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې هیڅ خنډ نشته او په دې پروژه کې ښکېل هېوادونه ژمن دي چې دا پروژه پر ټاکلي وخت کې بشپړه کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه