ويب ډيسک
د افغانستان د ننګرهار د مرستيال والي عزيزالله مصطفى په مشرۍ يوه پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د تورخم دروازې د خلاصېدو په اړه خبرې کړې دي.
د ننګرهار د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د ناروغانو د تګ راتګ پر زیاتوالي، د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د تورخم دروازې د پرله پسې پرانیستو په اړه خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، تمه ده چې د تورخم دروازه به ډېر ژر پرانیستل شي.
د يادونې وړ ده، چې د تورخم دروازه نهه ورځې وړاندې د پاکستان له لوري تړل شوې وه.


