ويب ډيسک
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان په تېرو ۱۱ میاشتو کې د ۱۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد د یکشنبې په ورځ وویل چې د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې ۲۹۶ زره ټنه تازه مېوه د ۱۴۳ میلیونو ډالرو په ارزښت پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، چین، بریتانیا، هالنډ، امریکا، فرانسې، استرالیا، عراق، سعودي عربستان او کاناډا ته صادره شوې ده.
په دغو میوو کې مڼې، انار، انګور، تازه انځر، زردالو، چیری، خټکی، تور بیری او هندواڼه شامل دی.


