دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيسپینې ماڼۍ کې دیپلوماتیک غوبل

سپینې ماڼۍ کې دیپلوماتیک غوبل

لیکنه: غلام حضرت احساس

د یوې هوکړې له مخې کومه ناسته چې د دونالد ترامپ او زلنسکي ترمنځ سپینې ماڼۍ کې پلان شوې وه چې د دواړو هیوادونو مشران به هغه تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې امریکا متحده ایالات د ۳۵۰ ملیاردو ډالرو په ارزښت د اوکرین کاني منرالونه تر لاسه کوي کوم چې امریکا اوکراین ته د روسیې په جګړه کې مرسته کړې وه . د ناستې فضا هغه مهال ترینګړې شوه چې زلنسکي ځینې شرایط وړاندې کړل چې له هغې ډلې څخه یې د متحده ایالاتو لخوا داسې یو ضامنت تر لاسه کول و چې راتلونکې کې د روسیې لخوا د اوکراین خاوره ونه ګواښل شي او روسیه بیا پر اوکراین وسلوال یرغل او تیری ونکړي خو د ولسمشر ترامپ لخوا یاد شرایطه په کلکه رد شول چې ناسته په غوبل بدله شوه .
په نړیوال سیاست کې ځواکمن هېوادونه هڅه کوي کمزوري ملتونه د خپلو ګټو لپاره وکاروي، د هغوی اقتصاد، طبیعي شتمنۍ، او حتی حاکمیت یې تر خپلې ولکې لاندې راولي.
دا غوښتنه نه یوازې رد شوه، بلکې ټرامپ او جی. ډی. ونس زلنسکي ته په سپکه او توهین آمیزې امیزې ژبې وکړې کوم چې د دیپلوماتیکو اصولو سره اړخ نه لګوي.
د امریکا دا اقدام په ښکاره ډول اقتصادي استثمار و چې د تاریخ په اوږدو کې استعمارګرو هېوادونو پر خپلو کمزورو متحدینو تحمیل کړی دی.
زلنسکي چې د خپل هېواد د سرنوشت لپاره د عادلانه معاملې غوښتنه کوله دیته چمتو و چې د خپلو طبیعي زیرمو په ورکولو سره د امریکا لخوا یو ډول ضمانت او ډاډ تر لاسه کړي اما د ټرامپ او ونس له مغرورانه، تحقیر آمیزه او تهدیدي چلند سره مخ شو. د ناستې پر مهال ټرامپ حتی زلنسکي ته د خبرو مجال هم ورنکړ چې دا د زلنسکي پروړاندې یو ډول سپکاوی و . دا چلند یو ځل بیا دا ثابتوي چې مقتدر هېوادونه یوازې خپلو ګټو ته ژمن دي او کله چې یو کمزوری هېواد د حق غوښتنه کوي یا تحقیرېږي، رټل کیږي یا خو تهدیدونو سره مخ وي .
زلنسکي چې د دې ناستې پایله یې خپل ځان او هیواد لپاره یې سیاسي توهین او سپکاوی وباله له سپینې ماڼۍ څخه ووت او د هغو مطبوعاتي کنفرانس هم لغو شو .

د اوکراین راتلونکې په هکله د امریکا امپریالستي ستراتیژي :
۱- کله چې د پخواني شوروي اتحاد په ړنګیدو سره اوکراین اګست 1991 کې خپله خپلواکي تر لاسه کړه ، اوکراین د نړۍ یو سترو اتومي وسلو لرونکی هیواد و . اوکراین هغه مهال د 1700 ستراتیژیکي اتومي وسلو او 2400 تاکتیکي اتومي وسلو لرونکی و . د دا ډول اتومي وسلو په لرلو سره د نړۍ هیڅ زبرځواک نشو کولای پر اوکراین وسلوال یرغل وکړي . اما د نړۍ زبرځواکو هیوادونو روسیې ، امریکا او انګلیس پر اوکراین سیاسي فشارونه راوړل چې خپلې اتومي وسلې دوی ته وسپاري او دوی به یې دډامن امنیت ضمانت کوي . اوکراین هم باوري شو او دیته حاضر شو چې خپله اتومي وسله روسي ته ورکړي .
اما دا هرڅه د کاغذ پر مخ پاتې شول اوکراین پدې معامله کې دوکې سره مخ شو ، هماغه و چې امریکا اوکراین دیته وهڅوه چې غربي نړۍ سره نژدې او د هغو په ستراتیژیکو متحدینو بدل شي . اوکراین دې کار لپاره تابیه نیوله چې روسې پر اوکراین نظامي تیری وکړ . دلته امریکا ته دا موقع په لاس شوه چې اوکراین ته د 350 ملیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو رسولو مرسته وکړي .جګړې درې کاله دوام وموند اوس امریکا نه یوازې له اوکراین څخه د خپل ملاتړ څخه لاس واخست هغه یې د روسیې پر وړاندې جګړه کې یوازې پریښود . د دې برسیره له اوکراین څخه له 350-500 ملیاردو ډالرو بیرته تر لاسه کولو غوښتنه کوي ، حال دا چې پورتني نظامي تجهیزات اوکراین ته د مرستو په نامه ورکړ شوې وې اما اوس یې پور بولي .
۲- امریکا پر دې پوهیږي چې اوکراین دا مقدار پیسې بیرته امریکا ته نشي ورکولای ، او اوکراین دیته اړ دی چې د خپلو طبیعي زیرمو په بدل کې معاملې ته حاضر شي هغه هم بدون د کوم ضمانت څخه او امریکا به هم لدې لارې څخه ډیره ګټه تر لاس کړي چې دا به اوکراین دپاره یوه اقتصادي مستعمره وي .
۳- اوس امریکا او روسیه د نړۍ دوه پاور طاقتونه اوکراین ته داسې دي لکه ډانګ او پړانګ په شان . دا پدې مانا چې اوکراین د پورتنیو دواړو زبرځواکو ګواښونو او تهدیدونو سره مخ دی کیدای شي چې اوسنۍ جغرافیه یې هم ستر بدلون سره مخ او اوکراین به داسې برخلیک سره مخ شي چې دوی یې هیڅکله هم اټکل نه کاوه .

ځینې کارپوهان او د نظر خاوندان ټولنیزو رسنیو کې پدې باور دي چې زلنسکي یو ناپوهه او نادانه سیاستوال دی چې اوکراین ته یې ستره مرګ ژوبله واړوله ، خپل ملک او ولس یې تباهۍ سره مخ کړ .
دلته د دې نظریې تفسیر دا دی چې زلنسکي باید داسې کار نوای کړی چې روسیه یې دیته اړ کړې وای تر څو پر اوکراین وسلوال تیری وکړي او اوکراین بیسارې مرګ ژوبلو سره مخ کړي آن تر دې چې اوکراین خپلې زیاتې سیمې هم دلاسه ورکړي او هم یې اوسنۍ جفرافیه تر ګواښ لاندې راشي .

دا باید ومنو چې د حقوقي معیارونو او اصولو ، همداراز د حقوق بین الدول او نړیوالو قوانینو له مخې ملتونه حق لري خپل برخلیک پخپله وټاکي . د نمونې په توګه :

۱- د ملګرو ملتونو منشور لومړۍ ماده ۴ فقره : ملتونه کولی شي د سیمه‌ییز امنیت او دفاعي همکاریو لپاره سازمانونه جوړ کړي.
۲- د 1970 کال د ملګرو ملتونو پرېکړه: “هر دولت حق لري چې له بهرني فشار پرته خپل نړیوال اتحادونه وټاکي.

۳- د ناتو سازمان لسمه ماده : هر دولت کولی شي د ګډ امنیت لپاره د ناټو غړیتوب وغواړي .
۴- کال 1992 اروپايي اتحادیې تړون ۴۹ ماده : هر اروپايي هیواد چې د آزادۍ ، دیموکراسۍ ، بشري حقونو ، بنسټیزو آزادیو ، او قانون حاکمیت اصولو ته ژمن وي کولای شي د اروپايي اتحادیې د غړیتوب غوښتنه وکړي .
۵- کال 1969 د ویانا تړون د معاهداتو قانون ۶ مه ماده : هر دولت حق لري چې د خپلواکۍ پر بنسټ نړیوال تړونونه لاسلیک کړي.
۶- کال 1975 د هلسینکي وروستی سند : دولتونه کولی شي له بهرني فشار پرته خپلې امنیتي او نظامي همکارۍ وټاکي.

پورتنیو مواردو پام کې نیولو سره پر اوکراین باندې د روسیې وسلوال یرغل د نړیوالو قوانینو پر خلاف او بشري حقونو پر وړاندې یو ستر جنایت دی .
اوکراین د یو ازاد او خپلواک هیواد په توګه دا حق لري چې د بشري او نړیوالو قوانینو له مخې د سیمو او نړۍ هیوادونو ، اتحادیو ، اتلافونو او سازمانو سره تړونونه لاسلیک او غړیتوب تر لاسه کړي .
دا چې امریکا متحده ایالات د روسیې پر وړاندې جګړه کې د 1991 کال ژمنو له مخې اوکراین څخه د دفاع او ملاتړ له مخې مالي او نظامي مرستې کړي او اوس یې د هغو مرستو بې قید و شرط جبرانول او تر لاسه کول غواړي او پدې ډول له یوې خوا د اوکراین ملی حاکمیت ، ځمکنۍ بشپړتیا او د روسیې لخوا اوکراین اشغال او نیولو ته زمینه برابروي دا نه یوازې د نړیوالو منل شوو اصولو او قوانینو پر خلاف عمل بلکه د یو هیواد او ملت پر وړاندې یو بشري جنایت دی .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه