ويب ډيسک
: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه خبري کنفرانس کې د تورخم لارې د تړلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې طالبان هڅه کوي چې د پاکستان لوري ته یوه پوسته جوړه کړي.
هغه جمعه د کب پر ۱۰مه ویلي چې د دغه هېواد د ګمرک، کډوالۍ او امنیت په ګډون ځينې ادارې د دې ستونزې د حل لپاره په ګډه کار کوي.
علي خان ټینګار کړی چې دا وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز تعامل د بندېدو په معنا نه دی.
هغه زیاته کړې چې د تورخم په پوله کې اصلي ستونزه دا ده چې طالبان پلان لري چې د پاکستان لوري ته یوه سرحدي پوسته جوړه کړي.
د هغه په وينا، پاکستان له طالبانو غوښتي چې مسایل د يو اړخيزو اقداماتو پر ځای د دوه اړخيزو ناستو له لارې حل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا پریښودل شوې وسلې د هغو «ترهګرو» لاس ته لویږي چې په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د تورخم لاره له اتو ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده، چې له امله یې دواړو غاړو ته زرګونه کسان او دغه راز پر سوداګریزو توکو بار ګڼې لارۍ اېسارې پاتې دي.


