دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيدروېش او څراغ

دروېش او څراغ

وطن په هدیرو کې وي دروېشه

هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه

 

لیکوال: استاد ګل رحمن رحماني

لنډیز: دروېش دُرانی د پښتو معاصر شعر مخکښ او نوښتګر شاعر دی چې د خپلو هم عصرو شاعرانو تر منځ یې په غزل او معرای نظمونو کې ځانګړی ځای خپل کړی دی. د نوموړي په غزل کې د پښتني ټولنې د بېلابېلو برخو ژور، خو هنري انعکاس، ټولنیز انتقاد، ناورین، درد، په ټوله کې پښتني ښکلا یا څېره او په شکلي لحاظ معمولا د څلورو یا پینځو بیتونو راوړلو نوموړي ته جلا ځای ورکړی او د یوه داسې سبک ماڼۍ یې رغولې ده چې دنګ دېوالونه یې د یوه ژور ټولنیز درد رنګ او تصویرونه لري.

توره، اس، کاڼی، رقیب، هنداره، بلا، ښامار، ښار، دار، تیاره، جنګ، وینه، ستوری، زخم، څراغ او… د نوموړي د شعر د ماڼۍ خښتې دي چې په خپل شاعرانه مهارت یې په زیاته کچه کارولې، خو په دې لیکنه کې یې د تر ټولو زیاتې کارول شوې کلمې «څراغ» په اړه څېړنه شوې ده چې په بېلابېلو ماناګانو او دریځونو کې د څراغ مانا او مفهوم څېړل کېږي. د څراغ اصلي او بیا بېلابېلې ضمني له اړوند بېلګو سره څېړل شوې او د کلمو په کارونه په ځانګړي ډول څراغ کلمه کې د شاعر پر سبکي ځانګړنه او ژبه هم خبرې شوې دي.

سریزه:

د یوه شاعر د شاعرانه سبک په جوړښت او پېژندنه کې کلمې مشخص او کلیدي رول لري، له دې کلمو څخه بیا څو مشخصې کلمې داسې دي چې هغه شاعر له نورو را جلا کوي او شعر یې په مخاطب پېژني، دا ځکه چې شاعر د سلګونو او زرګونو کلمو له منځه څو مشخصې او د خپلې خوښې کلمې د خپل دروني کیفیت د بیان لپاره ګوماري او له لارې یې خپل هنري لیدلوری او پټ پیغامونه په بېلابېلو بڼو تر مخاطبه استوي.

له کلمو سره د شاعر دا ډول چلند د یوه داسې راز او نیاز دنیا ده چې لومړی یې شاعر درک کوي او وروسته بیا د هغه مخاطب هم ورته ځير کېږي او په خپل احساس کې یې را ګډوي، خو دا ځير کېدنه د شاعر د موخې سره سم هر ځل جلا او د نوي مفهوم لپاره وي، د تکرار ګوته ورته نه نیول کېږي، لارې او زاویې بدلوي، خو په دې هر بدلون کې د شاعر د فکر او خیال یوه پېژندویه نښه موجوده وي چې په لیدو یې مخاطب له خپل شاعر سره اړیکه ټینګوي او د هغه خواته یې بیايي.

د څېړنې اهمیت او مبرمیت

موږ د کلیاتو له لیدلوري شاعران ښه پېژنو، خو دا بسنه نه کوي، اړینه ده چې د شاعرۍ دنیا ته یې د جزئیاتو له اړخه ور ننوځو. د دروېش دراني په بشپړ غزل د پوهېدو لپاره ښه لاره داده چې د هغه له ځانګړو کلمو او له کلمو سره د هغه په هنري چلند، لرې او نږدې ماناګانو وپوهېږو چې دلته د شاعر کمال او هنر ته له دې زاویې ورننوتو نوموړی نورو ته ښه ور پېژندلی شي.

د څېړنې موخه

له دې څېړنې لاندې موخې لرم:

۱- له ځانګړو کلمو سره د دروېش دراني شاعرانه چلند شرحه کول.

۲- د څراغ کلمې له زیاتې کارونې څخه د دروېش دراني موخې او د موخې پوره کېدل.

۳-د هغه په شاعرۍ کې څراغ د کلمې اصلي او ضمني ماناګانې موندل او ترمنځ یې د شعري تړاو او موخه سپړل

میتود

په دې مقاله کې د څېړنې له تشریحي او تحلیلي میتود څخه ګټه اخیستل شوې ده.

اصلي برخه:

څراغ په عمومي ډول زموږ په ژوند کې د لرغوني فرهنګ او دود یو میراث دی چې د خلکو کورونه، جوماتونه او محفلونه یې روښانه کړي دي او اوس هم خپل ځای لري یاني څراغ لا هم زموږ د تیارو ملګری دی او د برېښنايي ګروپونو په راتګ سربېره هم څراغ نه دی څنګ ته شوی او په همدې ګروپ یا برقي څراغ هم د همغه پخواني څراغ نوم اېښودل شوی، کوم چې په تېلو او نورو روغني توکو روښانېده.

د پښتو ژبې یوه مشهوره لنډۍ داسې ده:

څراغ ته سمه ودرېږه

چې مسافر لالی دې وکړي دیدنونه

په عرفان او تصوف کې بیا نور یا څراغ د اصلي لارې د مرشد او یا هم معرفت په ماناوو کارېدلی، د با هدفه ژوند او لارښود نښه ورته ویل شوې ده. د عارفانو د اصلي مفکورې د لارښوونې او تجربې په اساس انسان یوازې د معرفت د نور په وړانګو کې د ځانګړو پړاوونو او مرتبو په وهلو سره تر خدایه رسېږي او د ټولو مرتبو په تر لاسه کولو سره یو مهال خپله په خدايي نور کې نغښتل کېږي. خدايي نور بېلابېلې مرتبې لري، چې د صوفیانو او عارفانو د لارو او تجربو پر بنسټ وېشل شوې، خو کشف یې د ځان پېژندنې او خدای پېژندنې او نورو عرفاني لارو په وهلو کې نغښتی دی. (۲۱۳:۶مخ)

د دراني صاحب یوه تر ټولو مشهوره شعري تولګه «په څراغ پسې څراغ» نومېږي، خو«په کاڼي کې هنداره» او «ستوري په لمن کې» کې جونګونه یې بیا دوه داسې شهکارونه بللی شو چې د هنر او ښکلا روښانه څراغونه په کې بل دي او د څراغ کلمې هر ځل راتګ یې جلا موخې لري، حتی د څو غزلونو ردیفونه یې هم د څراغ کلمه لري.

که څه هم ډېرو کلاسیکو او معاصرو شاعرانو د څراغ کلمه کارولې ده، خو دروېش دراني په خپله شاعرۍ کې د څراغ کلمې ته دومره اوچت شاعرانه حیثیت ورکړی دی یا به بل عبارت دومره یې شاعرانه کړی دی چې په هر شعر او بیت کې له خپلو جلا مفاهیمو او ښکلا وو سره ځان را څرګندوي او د لوستونکي ذهن له ځانه د پتنګ په څېر راڅرخوي. کله اصلي او کله بیا ګڼې ضمني ماناوې لېږدوي چې دا ټول بیا د شاعر د عقیدې او مفکورې د لېږد او بیان لپاره د غزل په عمومي او انفرادي تصویرونو کې خپل هنري ارزښت لوبوي. دلته به یې د بېلابېلو موخو لپاره له ځینو ځانګړو بېلګو سره بحث وکړو.

الف: څراغ له اصلي مانا سره:

له اصلي مانا څخه موخه داده چې د دروېش په شعر کې د څراغ کلمه ډېر ځله یوازې د څراغ د اصلي مانا یاني په کوټه او تیاره کې د رڼا رسولو د ساده وسیلې په توګه کارول شوې، خو ددې موخې لپاره یې کارېدنه خورا کمه ده، ځکه د شاعر سبک ته په پام سره باید کلمې د نورو ضمني ماناوو لپاره وکارول شي. له لاندې بیتونو په لومړي بیت کې «څراغونه» د قبرونو له پاسه د رڼا لپاره د یوې وسیلې په نوم کارېدلی دی.

د وطن په هدیرو کې وي دروېشه

هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه

(۱۸۳:۳مخ)

ستا په پلو کې ده سپوږمۍ ستا په امېل کې ستوري

ستا یې په څه که په جهان کې وي که نه وي څراغ

(۱۹۹:۳مخ)

نه ستوری نه څراغ و ستا د هجر په سفر کې

د زړه په رڼا تلم په دې تیاره کې اې جانانه

(۱۸:۴مخ)

دروېش ورپسې ټول عمر اخیستی و څراغ

خو چېرته یې هم و نه لید غمخور د پښتانه

(۴۳:۴مخ)

په پورتنیو نورو بیتونو کې څراغ تر ډېره حده د خپلې اصلي موخې او مانا لپاره کارول شوی دی چې د درک لګولو او لټون دنده تر سره کوي. کېدای شي کره کتونکي دلته د څراغ کلمې ته نور تعبیرونه هم ورکړي، خو د اصلې یا لومړۍ مانا رنګ ورباندې غالب دی.

ب: څراغ له ضمني ماناګانو سره:

نوښتګر شاعران هڅه کوي چې کلمو ته په ضمني او لرې ماناګانو سره نوی رنګ ورکړي او دا ماناګانې ډېر ځله د معاني او ادبي صنعتونو په مرسته ښکلا پیدا کوي چې معمولا تشبېه، مجاز او استعاره یې غوره وسیلې دي، دلته باید شاعر یوازې د ادبي صنعتونو کارونې ته ډېر ځير نه وي، بلکې د لفظ او مانا تر منځ ژبني او مانیز تناسب ته هم پام وکړي چې په څراغ کلمه کې دا ځانګړنه لیدلی شو. په ټوله کې دا د هنر او هنري ژبې خپله ځانګړنه ده چې پر شاعر یې رعایت لازم دی.

استاد اسدالله غضنفر لیکي: د علم ژبه هغه کلمې خوښوي چې ایکې یوه معنا ولري خو هنري ژبه د هغو کلمو لېواله ده چې ضمني معناوې هم لري. په هنري ژبه کې که اوبه د ژوند، وصال او عشق ضمني معناوې وښیندي، لا به خوند وکړي، مګر په علمي متن کې اوبه یوازې بې رنګه، بې بویه، بې ذایقې مایع ده چې له دوه اتومه هایدروجن او یو اتوم اکسیجنه جوړېږي. د علم په ژبه کې کلمې وسیلې وي، خو د هنر په ژبه کې کلمه هم وسیله ده، هم هدف، علم د کلمې په معنا پسې ګرځي او هنر ته د کلمې اواز هم پکار دی. (۱۲:۷مخ)

دروېش درانی وايي:

په ماښام د مخ څراغ و ماته بل کړي

په غرمه د زلفو سیوري راوړي راشي

(۲۲۶:۳مخ)

په پورتني بیت کې د مخ څراغ ترکیب یوازې څراغ نه دی، د ښکلي او سپین مخ لپاره یې د استعارې صنعت کارولی او خپله خبره یې یقیني کړې ده. په ګڼو نورو بېلګو کې هم څراغ د ښکلي مخ یا معشوقي د کلمو پر ځای کارول شوې. که څه هم ګڼو نورو شاعرانو د معشوقې سترګې هم څراغونو بللې دي چې د مین د بېلتون تیارې ورباندې روښانه کېږي، خو دروېش دغه تړاو او تشبېه ته پام نه دی کړی او یوازې د ټول مخ لپاره یې څراغ مستعار کړی دی. ځينې نورې ضمني ماناوې او استعارې یې په لاندې ډول دي.

روښانه او نوی فکر

د څراغ ردیف لرونکو غزلونو څخه د دروېش یو مشهور غزل داسې دي:

نه په زاړه باور لري او نه په نوي څراغ

موږ هغه څوک یو چې کورونه مو دي سوي څراغ

لمر که مو مرستې ته راځي نو هم سهار به راځي

ځئ چې د شپې جنګ ته ور واخلو په ورغوي څراغ

ستا په پلو کې ده سپوږمۍ ستا په امېل کې ستوري

ستا یې په څه که په جهان کې وي که نه وي څراغ

هغه هم وخت و چې دا کلی و په خلکو ودان

اوس چې په هر کور کې د شپې بلوي روي څراغ

دروېشه! څه بلا ورپېښه ده او څه ترې غواړي

د تورې شپې په ګرېوانه لګوي خوي څراغ

(۱۹۹:۳مخ)

په پورتني غزل کې د نوي او زاړه فکر پرتلنه شوې او شاعر نیوکه کړې چې موږ نه له زاړه فکر سالمه ګټه اخیستې او نه مو نوی څراغ (نوی فکر) خپل کړی دی، په وروستیو بیتونو کې یرغمل شوي او خرافاتي فکر ته اشاره ده، د تېر او اوس یوه پرتلنه هم په کې شوې ده چې هغه مهال څراغ د ژوند او ژوندو لپاره و، خو اوس بیا بلاګانو یرغمل کړی او موږ یې په تیاره کې پرېښي یوو.

په لاندې غزل کې هم ـ چې ردیف یې څراغ کلمه لري ـ ورته مفهوم تکرار شوی دی:

له یوه بل، له بله بل څراغ بل کړی دی موږ

چې تاریکه وي هلته تل څراغ بل کړی دی موږ

دروغ یې مه ګڼه که څوک درته دا وايي دلته

چې نه مو کور شته او نه خپل څراغ بل کړی دی موږ

تورې تیارې د پښتنو په طرف باندې شړو

ناست یوو په کور کې د مغل څراغ بل کړی دی موږ

موږ په هغو خلکو کې نه یو چې ویلای شي دا

چې په دنیا کې اول ځل څراغ بل کړی دی موږ

دروېشه داسې نو یو مخ توره تیاره هم نه ده

اوس په پښتو کې د غزل څراغ بل کړی دی موږ

(۴۵:۴مخ)

دلته هم په تاریکه کې د څراغ بلولو څخه په تیاره یا ناپوهۍ کې د علم او فکر خورول هدف دي، هغه فکرونو ته هم اشاره شوې چې د خپل درد پر ځای د نورو په درد خوري، مغل چې خوشحال بابا ورسره په خپل ژوند کې لاس او ګرېوان و او شکایتونه یې ورڅخه کړي دي، دروېش هم په خپلو ګڼو شعرونو کې د لوستوڼي د مار او ملګري دښمن سېمبول ګرځولی دی. په وروستي بیت کې شاعر بېرته د سبا هیلې ته راګرځي او د غزل څراغ هنري ترکیب کې یې خپله شاعرانه تعالی څرګنده کړه ده چې دلته شاعر په یوه ډول د خپلې ادبي لارې کږلیچونو کې خپل نوي فکر ته هم پام کړی دی.

انساني شخصیت

که څه هم د څراغ او معشوقې تشبېه نوې خبره نه ده، خو کلي تشبېه یې کمه ده چې ټوله معشوقه دې څراغ وبلل شي، کله یې سترګې، کله یې مخ او کله یې هم لاسونه ورسره تشبېه شوي دي، خو دروېش په ګڼو بېلګو کې څراغ د انسان په څېر ژوندی او محرک موجود بللی دی. په لاندې غزل کې څراغ ته انساني شخصیت ورکړل شوی او د یوې لارې ژوندی او مبارز ملګری بلل شوی دی، ځکه یې د دښمن (باد) څپېړې پر مخ خوړلې دي.

کاوه د شپې په ضد زموږ امداد هغه څراغ

په دا څاپېړې وخوړې د باد هغه څراغ

په دېر او په حرم کې یې وي یو شانې رڼا

له هېچا سره نه لري عناد هغه څراغ

لمبه به یې نیولې وه تر شپو تمامه شپه

لوګی مګر پرېښی و ازاد هغه څراغ

رڼا ته به یې تورې تېرولې موږ په شپه

له موږه سره ګد و په جهاد هغه څراغ

د وصل په شپه و ما او اشنا ته په نڅا

دروېشه په ښادۍ و زموږ ښاد هغه څراغ

(۸۲:۴مخ)

په پورتني غزل کې څراغ د جهاد ملګری او بې عناده ملګری بلل شوی چې له سرتېرو سره د شپې په رڼا کې تورې تېروي او له اشنا سره د وصل په شپه یې هم د ښادۍ محفل یوازې په خپله رڼا نه، بلکې په نڅا هم تود کړی دی.

دروېشه! زه داسې څراغ د انتظار کړم مینې

چې همېشه د لمر ختو تر وخته بل پاتې یم

(۱۴۵:۳مخ)

ددې کمزوري شان څراغ و حوصلې ته سلام

وړي پر سر باندې د سهار تر حده پورې رڼا

(۱۶۵:۳مخ)

د مخ رڼا او یا د تندي رڼا د روښان وجدان استازې بلل کېږي، دروېش دراني هم په لاندې بیت کې څراغ د پلار له تندي سره ورته بللی او د مور دعا یې په تودوخه کې له سیوري سره تشبېه کړې ده. تندی ځکه مهم دی چې کله کله د انسان د دروني حالت، خوښې او رضایت لوحه وي، یا تندی هغه دړه ده چې د انسان شخصیت ورباندې لوستل کېږي.

په تیارو کې خو د پلار تندی څراغ وي

په ګرمۍ کې خو د مور دعا سایه ده

(۱۶۶:۳مخ)

دا منم چې نه څراغ یم نه سهار یم

مګر بیا هم د دنیا د سترګو خار یم

(۱۵۸:۳مخ)

بیا په جنګ ښکاري او هوا او څراغونه

خدایه وساتې رڼا او څراغونه

یه مرګیه! ماشومان مې راته خاندي

سره پرېږده څو شپې ما او څراغونه

خپل مخونه ستا د مخ په رڼا مینځي

لمر، سپوږمۍ، ستوري، برېښنا او څراغونه

په دې نور پسې سپېڅلو خلکو مه ځئ

یو ځای شوي دي بلا او څراغونه

د وطن په هدیرو کې وي دروېشه

هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه

(۱۸۳:۴مخ)

په پورتنیو بیتونو کې چې څراغونه د یوه تراژیدیک انځور څنډې روښانه وي، یوه پلار خپلو ماشومانو ته د څراغونو کلمه راوړې، په شپه کې ماشومان په پلار راټول وي، د کوټې فضا یې په خوښیو رڼا کړې وي، شاعر دغه ننداره خوښه کړې او ماشومان یې په کوټه هغه څراغونه بللي چې پلار ته رڼا کوي. په همدې ډول له بلا سره د څراغونو یو ځای کېدل بیا له څراغ شکایت دی.

زړه

دروېشه! باد وژلی یو څراغ دی او که زړه دی

د ننه په ګوګل کې دې تور داغ دی او که زړه دی

(۲۱۷:۲مخ)

په دې شپه کې که څه شی چېرته بلېږي

نو هغه هم د چا زړه وي څراغ نه وي

(۳۹:۴مخ)

چې د زړګي په سر یې بله وي لمبه د مینې

هغه څراغ ته اړتیا نه لري، ډېوه نه غواړي

(۲۲۰:۳مخ)

په پورتنیو بیتونو کې شاعر څراغ د زړه لپاره کارولی (مستعار کړی)، زړه چې د عواطفو، مینې او احساساتو مرکز دی، که په الهي معرفت او عشق روڼ شو، نو څراغ دی او د دا ډول زړه خاوند انسان بیا بلې رڼا ته هېڅ اړتیا لري. دلته کېدی شي د سوځنده مینې لمبه هم مجازې او هم کېدای شي حقیقي او عرفاني مینه وي، خو د دویم احتمال په دې زیات دی چې شاعر سرسري خبرې نه کوي، په یوه نیم بیتي کې د څراغ او ډېوې یو ځای راتګ هم دوه تعبیرونه زېږوي.

ملګري او ایثار

زه خو څراغ یم په تیارو کې مې زیات قدر کېږي

دا ستاسې غم خورمه تر شپه چې سهارغوره ګڼم

(۳۰:۴مخ)

په خپل څراغ د بل څراغ ور بلوو او داسې

له یوه سرایه رڼا وړو تر بله سرایه پورې

(۸۶:۴مخ)

دغه رڼا په دې د هر یوه محفل څراغ کړي

درد د ولس واخله او برخه د خپل ذات یې کړه ته

(۹۸:۴مخ)

دا بېلګې تر ډېره څراغ ته د انساني شخصیت ورکونې له بېلګو سره ورته والی لري، خو له یوه سرایه تر بله سرایه لېږدېدونکې رڼا د نوي فکر، پوهې او هم په خپله خاوره او ذات د درېدو لارښوونه هم ده چې په یوه ځان نه کېږي او یوه جمعي (ټولیز) حرکت ته اړتیا لري.

زخم

زخم که جوړ شي ته به بل ورباندې ولګوې

څراغ که مړ شي ته به بېرته هغه بل کړې اشنا

(۱۹:۴مخ)

په دې قول کې درواغ نشته شهیده

ستا تر زخم روڼ څراغ نشته شهیده

(۳۲:۴مخ)

دروېش کښېني د زاړه زخم رڼا ته

چې کوم وخت یې وس د نوي څراغ نه وي

(۳۹:۴مخ)

په لومړي بیت کې د زخمونو او څراغونو تر منځ قرینو څراغ ته د هغه زخم سره تړاو ورکړی چې وینه یې د عشق او حق لپاره تویې شوې وي، د شهید زخم یې تر ټولو روڼ څراغ بللی دی، اور چې ډېر ژبغړانده شي لمبې یې د زېړوالي پر ځای سور رنګ لري، دا زخم ځمکه څراغ ته ورته دی چې د څراغ په څېر روښانه حسن د اغېز نښه او یادګار دی او په یاد یې بلېږي.

پل

د څراغ کار به له هغه واخلو چې شپه شي کله

ارو مرو به څه نښان ستا د قدم وي دلته

(۵۶:۴مخ)

په تاریکه کې یو څراغ ښکارېږي بل تر اوسه

په لاره پاته دی د تللې رڼا پل تر اوسه

(۷۳:۴مخ)

دا ښايي تر ټولو جالبه استعاره وي چې شاعر په سپېرو خارو د خپل محبوب د قدم نښې یا خاپونه (پلونه) د لارې مشالونه بللي او په تاریکه کې یې ورڅخه د څراغ ګټه اخیستې ده، شدت یې په دې کې دی چې کله د محبوب پلونه څراغونه وي، نو خپله دی خو به بیخي د نور جلا ټوټه وي.

لاس او ورغوي

ښه راغلی مې په بل شوي څراغ نه وي

چې درځم ستا په ورغوي څراغ نه وي

هر څراغ ته چې کړم لاس په دې تیاره کې

په لاس راشي لاس د روي څراغ نه وي

(۳۹:۴مخ)

موږ په خپل فرهنګ کې د کمال او هنر په ځانګړي ډول د لاسي هنرونو خاوندان په بېلابېلو بڼو ستایو، یوه ستاینه یې هم داده چې د لاس پینځه ګوتې یې ډېوې ګڼو، خو دا چې څراغ د محبوب ورغوی او هم د بلا لاس وبلل شي، نوې او جالبه خبره ده. په دویمه برخه کې بیا څراغ بېرته چې چل او فرېب په تیاره کې ورک شوی او د بلا لاس ورڅخه جوړ شوی دی، مانا دا چې یوازې د یو چا ورغوی څراغ دی او هر لاس دا ځانګړنه نه لري.

محدودیت او ناهیلي

د روښانه څراغ اړونده یوه استعاره هم هېر شوی او داسې ملګری دی چې زموږ فعالیت کې ونډه لري، خو موږ اهمیت نه ورکوو، هېر مو وي، کله چې موخې ته ورسېږو، په خپله مخه ځو، د څراغ مننه او درناوی راسره نه وي، حال دا چې زموږ د فعالیت پایله د همدغه بل څراغ له برکته ده. دراني صاحب دغه اړخ ته هم پام ور اوښتی دی.

خپور لکه رڼا د سپوږمۍ نه شوم په جهان باندې

زه لکه څراغ په یوه خونه کې را ګیر شومه

(۵۲:۴مخ)

که له تیارو د تل لپاره وځي

نو څراغونه یې له کاره وځي

(۴۶:۴مخ)

نه هلته زموږ مخته بل څراغ و د ماښام

نه دلته راته ستوری د سهار دی مخامخ

(۵۹:۴مخ)

لوګی یې پاته دی زما په دېوالونو باندې

خو دا ساعت هغه څراغ ګوره چې بل دی چېرته

(۴۷:۴مخ)

دلته په لومړي بیت کې شاعر یوې بلې نادرې خبرې ته کار کړی، په تشبېهې فن کې شاعران څراغ له لمر او خپله کوټه له نړۍ سره ورته بولي، خو درواني صاحب بیا دلته په یوه کوټه کې د څراغ محدودیت بیان کړی دی، ښايي لرې مانا یې په خپل فکر کې ایسار او کوچني پاتې کېدل وي، یوازې ځان ته ګټه رسولی وي، حال دا چې غوره والی په دې کې دی چې نورو ته او له زیاتو نه زیاتو ته ګټه ورسېږي. پاتې دوه نور بیتونه بیا د شاعر ناهیلي وړاندې کوي.

مینه او جانان

لکه وړاندې مو چې یادونه وکړه؛ له څراغ او شمعې سره د مشعوق مشابهت په شاعرۍ کې یو عام مضمون دی، کېدای شي بیخي د کلیشې تر سرحده رسېدلی وی، خو د لفظي هنر او بدیعي ښکلا له هنر سره اشنا شاعران بیا هم ځانته نوې زاویې او لید لوري موندلی شي، چې همدا د کلیشو ماتو او نوښتي هنر ځانګړنه ده. دروېش وايي:

هغه شپه ته ډېره زیاته را یادېږې

چې په کور کې مې تیاره وي څراغ نه وي

(۳۹:۵مخ)

په دا چې د څراغ مخ وي په هر یوه طرف

هم ماته هم رقیب ته هغه یار دی مخامخ

(۵۹:۵مخ)

استعارې ته د تشبېه پرمختللې بڼه وايي چې شاعر له واسطې او مشترک صفت له راوړنې پرته خپله خبره مستقیمه وړاندې کوي. په شاعرۍ کې که یو ښکلی مخ له سپوږمۍ سره تشبېه کېږي، خبره باید د تشبېه د تورو په مرسته وشي، او دا هم کومه نوې خبره نه ده چې معشوقه شمعه او سپوږمۍ سره تشبېه شي، خو دلته معشوقه څراغ بلل شوې، په لومړي بیت کې شاعر وايي چې ته زما د کور څراغ یې، ستا په شتون کې مې درته پام نه وي، خو چې کله څراغ نه وي، بیا سخته را یادېږې، همداسې په دویم بیت کې هم محبوب څراغ بلل شوی چې ده او رقیب دواړو ته یې یو ډول رڼا رسېږي او دواړو ته مخامخ دی.

که پورتنیو بېلګو ته د ادبي فنونو له زاویې وګورو، راته څرګندېږي چې دلته له څراغ کلمې څخه بېلابېلو تعبیرونو او دلالتونو کې استعارې او مجاز خورا بنسټي نقش لوبولی دی چې هم یې د شاعر موخه بیان کړې او هم یې کلام کې رنګ او خوند پیدا کړی دی.

استعاره په لغت کې د یوه شي امانت غوښتل دي او په ادبي اصطلاح کې هغه مجاز ته ویل کېږي چې علاقه یې په تشبېه ولاړه وي، خو د مبالغې په بڼه راځي.(۷۷:۲مخ)

په عمومي ډول یوه بله یادونه هم اړینه ده چې د څراغ کلمه له خپلې اصلي او ضمني ماناګانو سره د مثبتو او منفي نقشونو لپاره راغلې ده، د دروېش په اکثره شعرونو کې څراغ د ژوند او خوښیو لارښود، ملګری او مرستندوی دی، خو کله کله بیا د روې او بلا لاس ته مستعار شوی، شاعر وايي:

په دې نور پسې سپېڅلو خلکو مه ځئ

یو ځای شوي دي بلا او څراغونه

شاعر خو د ټولنې ویښ وجدانه او خواخوږی انسان وي، خلک د څراغونو په رڼا کې ژوند ته هڅوي، خو کله چې ورته وايي په دې رڼا او دې سپېڅلو خلکو پسې مه ځئ، نو لامل هم ورته څرګندوي او هغه دا دی چې اوس دا څراغونه له بلاګانو سره یو ځای شوي او په داسې حالت کې بیا خپله پخوانۍاو اصلي دنده نه شي تر سره کولی چې هدف همغه منفي نقش دی.

په شاعرۍ کې کله کله څراغ د تېرو خوږو یادونو لپاره سېمبول شوی هم دی او «د یادونو څراغ» هنري ترکیب په هنري نثرونو او هم شاعرۍ کې زیات کارېږي چې دلته د شاعرد ماضي نوستالژي ورسره تړلې ده او دروېش صاحب په خپله شاعرۍ د ماضي نوستالژي هم لري.

د کره کتونکو په اند نهیلي، غم، خپګان او زړه تنګي د نوستالژي مهم عنصار دي چې په رومانټیکو شعرونو کېحرکت کوي. دغه غمیزه او غمجنه انده د یو پټ او مرموز درد په توګه په رومانټیکو شعرونو کې خپل لنګر اچوي او باید پّ هغو کې وپلټل شي. (۵۴:۸مخ)

ښه شعر دې یوه سفر ته بیايي، کېدای شي چې شېبه وي یا اوږد سفر وي، خو ښه شعر د ځینو په باور لوستونکي ته داسې احساس ور په کوي لکه دی چې همغه د شعر په مکان وي یا غواړي چې ورشي. (۲۳:۱مخ)

شاعرانه کلمې اکثره حسي بڼه لري او شاعر هڅه کوي چې یوه نه، بلکې څو ماناګانې پر لوستونکي ونه لولي، بلکې ورباندې ویې ګوري، د همدې کلمې مانا ځکه تر ډېره د لوستونکي یا د شعر د مینه وال پر احساس او عواطفو پورې تړلې ده، ددې کلمو له منځه ځینې یې داسې دي چې د شاعر د ښکلاییز لید او مزل لپاره تر نورو کلمو چټک چمتو والی لري او شاعر ورباندې په ارامۍ او ډاډ تکیه کوي.

پایله

د پیاوړو شاعرانو یوه ځانګړنه داده چې خپل مخاطبین له ځان سره د حس په زرین مزي تړي. دروېش درانی له همداسې شاعرانو دی او په خپل هر غزل کې د دروېش غزل په لوستونکي حالت ګوري، له ځان سره یې د پښتنو کلي کور، ناخوالو او بدبختیو ته یې بیايي چې له نږدې یې ننداره وکړي، په دغه سفر کې دروېش دراني له خپلو ځانګړو شعري کلماتو او بیا په ځانګړي ډول څراغ څخه ډېره هنري استفاده کړې ده، کله د معشوقې او ناوې ښکلی مخ راباندې ګوري، کله د یوه ټپي زخم ته بل دی، کله په هدیرو او قبرونو کې بلېږي، کله بیا سفر بیخي دروني دی، د یوه سپېڅلي زړه او ستومانه روان ننداره راباندې کوي او یا هم د شاعر اېډیال او ورک ارمان دی چې د زمانې له بادونو سره ډغرې وهي، خو په دې هر حالت کې شاعر خپل ځانګړی بیان او اسلوب نه دی هېر کړی او خپل څراغ یې روښانه ساتلی دی.

 

ماخذونه:

۱ـ پسرلی، اجمل. (۱۳۹۷لمریز). ښکلا د خوشحال په غزل کې. کابل: علومو اکاډمي او کابل.

۲ـ پنهان، فضل محمد. (۱۳۸۳لمریز). ادبي ارمغان. کندهار: خپله لیکوال

۳ـ درانی، دروېش . (۲۰۱۸ زېږدیز). ستوري په لمن کې (پنځم چاپ). کندهار: کندهار پوهنتون ـ ادبیاتو پوهنځی.

۴ـ درانی، دروېش . (۲۰۱۸ زېږدیز). په کاڼي کې هنداره (پنځم چاپ). کندهار: کندهار پوهنتون ـ ادبیاتو پوهنځی.

۵ـ درانی، دروېش. (۲۰۱۸ زېږدیز). په څراغ پسې څراغ (پنځم چاپ). کندهار: کندهار پوهنتون ـ ادبیاتو پوهنځی.

۶ـ رحماني، ګل رحمن. (۱۳۹۸لمریز). د تصوراتو بڼ. کابل. د ولسمشرۍ ماڼۍ فرهنګي مشاوریت.

۷ـ غضنفر، اسدالله. (۱۳۹۳لمریز). جادوګر هنر(لومړی چاپ). ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.

۸ـ کرګر، محمد اکبر. (۱۳۹۷لمریز). پښتو شعر او تېر ارمان. ننګرهار: هاشمي خپرندویه ټولنه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه