سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد اتومي انرژۍ د نړیواله اداره وايي :د اتومي وسلې جوړولو ته...

د اتومي انرژۍ د نړیواله اداره وايي :د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې دی

ويب ډيسک

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تازه راپور ښیي چې د ایران د هغو غني شویو یورانیمو زېرمه، چې خالص والی یې د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې دی، په چټکۍ سره زیاته شوې او لا هم د اختلافاتو په حل کې پرمختګ نه دی شوی.

دا اداره وایي، له کله چې ډونالډ ټرمپ د امریکا په انتخاباتو کې بریالی شوی، ایران د یورانیمو د غني کولو بهیر ګړندی کړی، او هغه حد ته یې نژدې کړی چې د اتومي وسلو د جوړولو لپاره کارول کېدای شي.

د دې محرم راپور له مخې، چې کاپي یې اسوشیېټډ پریس خبري اژانس د چهارشنبې (د کب/حوت ۸مه) په ورځ ترلاسه کړې، د ایران د ۶۰ سلنه غني شویو یورانیمو زېرمه د فبرورۍ تر ۸مې پورې نژدې ۲۷۵ کیلو ګرامه ته رسېدلې، چې دا د ۲۰۲۴ کال د نوومبر له میاشتې څخه ۹۲.۵ کیلو ګرامه زیاته ده.

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د راپور له مخې، نژدې ۴۲ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوی یورانیم که ۹۰ سلنې ته لوړ شي، د یوه اتومي بم د جوړولو لپاره کافي مواد برابرولی شي.

په دې توګه، که دا پروسه دوام ومومي، ایران به د راتلونکي کال د دلوې/ سلواغې تر ۲۰مې پورې د شپږو اتومي بمونو د جوړولو لپاره کافي مواد ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه