سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهټرمپ :پیټ هګسټ به له افغانستانه د امریکايي تجهیزاتو او وسلو د...

ټرمپ :پیټ هګسټ به له افغانستانه د امریکايي تجهیزاتو او وسلو د راستنولو په اړه ارزونه وکړي

ويب ډيسک

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د دفاع وزیر پیټ هګست ته یې دنده سپارلې چې له افغانستان څخه د امریکايي تجهیزاتو او وسلو د راستنولو په اړه ارزونه وکړي.

 

ټرمپ څو ورځې مخکې په واشنګټن ډي سي کې د محافظه کارانو سیاسي عمل په کلنۍ غونډې کې هم د هغو تجهیزاتو په بیرته ترلاسه کولو ټینګار کړی و چې د افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته هلته پاتې شوې.

 

هغه زیاته کړې وه چې د سرپرست حکومت چارواکي په نظامي رسم ګذشتونو کې په امریکایي موټرو کې ګرځي او دا ماته غوسه(قهر) راولي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه