دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله افغانستانه د هند واردات ډېر شوی دی دي

له افغانستانه د هند واردات ډېر شوی دی دي

ویب ډیسک

هندي رسنیو د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت له قوله راپور ورکړی چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانستانه د هند واردات ډېر خو د هغه هېواد صادرات بیا افغانستان ته کم شوي دي.

 

اینډین اکسپرس د هند د سوداګرۍ وزارت له خوا د ورکړل شوو ارقامو له مخې راپور ورکړی چې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې له افغانستانه د وارداتو ارزښت څه باندې ۶۴۲ میلیون ډالرو ته رسېدلی.

 

دغه راپور کې راغلي چې هند ته د افغانستان صادراتي توکو کې انځر، کچالو، بادام، زردالو، پیاز، انار او چهارمغز شامل دي.

 

د دغه راپور له مخې، افغانستان ته د هند په صادراتو کې د پام وړ کموالی راغلی چې په تېرو ۱۶ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي دي.

 

دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت مخکې په دبۍ کې د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرام مسري د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي وو، نوی ډهلي لېوالتیا لري چې خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکي له افغانستان سره پراخې کړي او د چابهار بندر له لارې له دغه هېواد سره سوداګرۍ ته وده ورکړي.

 

 

د اسلامي امارت چارواکو هم په ځلونو له هند سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او دا هېواد یې «یو مهم اقتصادي او سیمه‌ییز ځواک» یاد کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه