سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان لوبډلې خپله دویمه تمریناتي لوبه هم وبایلله

افغان لوبډلې خپله دویمه تمریناتي لوبه هم وبایلله

ويب ډيسک

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چېمپینز ټرافي سیالیو وړاندې خپله دویمه تمریناتي لوبه نیوزیلنډ لوبډلې ته وبایلله. سیالې لوبډلې د افغان لوبډلې د ۳۰۶ منډو هدف د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ او دغه لوبه یې په دوه ویکټو په خپله ګټه پای ته ورسوله.

په دې سره د افغان لوبډلې تمریناتي سیالۍ پای ته ورسېدې. افغان اتلان به د راتلونکې جمعې په ورځ د چېمپینز ټرافي په ترڅ کې د خپلې لومړنۍ رسمي لوبې په موخه د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه