یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍنتن یاهو که اسرائیلیان تر شنبې ورځې ورخوشې نه شي اوربند به...

نتن یاهو که اسرائیلیان تر شنبې ورځې ورخوشې نه شي اوربند به مات شي. 

ویب ډیسک

د اسرائیل لومړی وزیر نتنیاهو وایي که د حما.س له لوري برمته شوي اسرائیلیان تر شنبې ورځې ورخوشې نه شي اوربند به مات شي.

 

هغه همدارنګه ویلي، اسرائیلي ځواکونه به تر هغې پر حماس بریدونه وکړي چې یاده وسله واله ډله ماتې سره مخ کړي.

 

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ګواښ کړی و چې که برمته شوي اسرائیلیان تر شنبې خوشې نه شي، د اسرائیل او حماس ترمنځ به اوربند مات شي او پر حما.س به قیامت ډوله بریدونه وشي.

 

ټرمپ ویلي وو چې اسرائیلي برمته شوي باید یو یو او دوه دوه خوشې نه شي، بلکې پاتې ټول باید په یوه وار اسرائیل ته تسلیم شي.

 

د معلوماتو له مخې دا مهال ۷۳ تنه حما.س سره برمته دي چې ویل کېږي ۳ مېرمنې، ځينې ماشومان او ۱۳ اسرائیلي پوځیان هم په کې دي.

 

بل خوا اسرائیل وایي چې په ښايي ځينې برمته شوي د حماس له لوري وژل شوي هم وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه