سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ایران بهرنیو چارو وزير کابل ته سفر کوي

د ایران بهرنیو چارو وزير کابل ته سفر کوي

ويب ډيسک

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ويلي، چې د هېواد بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر سهار د سلواغې اوومه کابل ته روان شو.

 

بقايي ویلي، چې دا سفر زمونږ د هېواد د ګټو او د ګډو اندېښنو د حل لارو د موندلو لپاره د ترسره کیږي.

 

هغه په ایکس-پاڼه کې لیکلي: «مونږ کابل ته روان یوو. کابل ته د عراقچي نننی سفر د ګاونډیتوب د پالیسۍ په چوکاټ کې او د بهرنیو چارو وزارت له ذاتي ماموریت سره د همغږۍ له مخې په پام کې نیول شوی دی. زمونږ د هېواد ملي ګټې د متقابل عمل او ګډو ګټو او اندېښنو د موندلو لپاره سرته رسیږي.»

 

د بقایي د څرګندونو له مخې؛ دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ له ډېرو اړیکو څخه د ګټې اخیستنې لپاره یو مهم بدلون بړلو، چې د دواړو هېوادونو متقابلې ګټې پرې ډاډمنې شي.

 

دا یو ورځنی سفر د ایران د بهرنیو چارو وزیر لخوا د دندې له پیل راپدېخوا کابل ته لومړنی سفر دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه