سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپوهنې پر نړیواله ورځ:دا یوه خواشینونکې غمیزه ده چې میلونونه افغان نجونې...

پوهنې پر نړیواله ورځ:دا یوه خواشینونکې غمیزه ده چې میلونونه افغان نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې شوې دي

پښتو جرنل

نن، د پوهنې پر نړیواله ورځ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) دا مهمه شېبه د هغو میلونونو افغان نجونو لپاره د ژورې خواشینۍ او اندیښنې سره نمانځي چې لا هم د زده کړې له بنسټیز حق څخه محرومې دي.

د دی ورځې په مناسبت يوناما یوه خپله اعلاميه خپره کړې یوناما وايي۱۲۲۵ ورځې تېرې شوې دي – او ډېر ژر به څلور کاله پوره شي – چې په افغانستان کې واکمنو چارواکو د ۱۲ کلونو څخه پورته عمر لرونکو نجونو ښوونځي ته پر تګ بندیز لګولی.

 

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وویل: ” دا یوه خواشینونکې غمیزه ده چې میلونونه افغان نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې شوې دي. هیڅ یو هیواد د خپل نفوس نیمایي برخې په بې واکه کولو او شاته پریښودو سره پرمختګ نه دی کړی. واکمن چارواکي باید د زده کړې پر وړاندې دا بندیز سمدلاسه پای ته ورسوي او ټولو افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ته راستنې شي. ”

 

د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، واکمنو طالب چارواکو د ښځو او نجونو په ډیرو بنسټیزو حقونو او آزادیو باندې پراخ بندیزونه لګولي دي. افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په ښکاره توګه ښځې او نجونې په هره کچه د زده کړې څخه منع کوي.

 

د زده کړې نړیواله ورځ، چې هر کال د جنوري په ۲۴مه نمانځل کېږي، د سولې، پرمختګ او برابرۍ د لاسته راوړلو لپاره د زده کړې پر مهم رول ټینګار کوي. د سږ کال شعار، ” مصنوعي ځیرکتیا (AI) او پوهنه: د انساني وړتیا خوندیتوب په هغه نړۍ کې چې د مصنوعي ځیرکتیا کارونې لور ته روانه ده ” ددې لپاره یوه اړینه یادونه ده چې د جنسیت، نژاد یا جغرافیې پرته د هر چا لپاره د زده کړې د حق درناوی وشي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه