لیکنه: صافي
که موږ په ځان غور وکړو، نو دا پوښتنه په ټوله مانا زموږ مخې ته درېږي: ايا موږ ځان ته د علمي ټولنې نوم ورکولای شو؟
که نه شو، نو ولې؟
ولې زموږ په حجرو، بيټکونو او غونډو کې د علم پر ځای یوازې د ورځنیو خبرو، تخریبي سیاست، د خپلې درنې او د بل سپکې خبرې او بېځایه منفي بحثونه کېږي؟
ولې د علم سره زموږ مینه یوازې د وظیفې ترلاسه کولو تر پولو محدوده پاتې شوې ده؟
زموږ په ټولنه کې هر څوک چې د مکتب، پوهنتون یا مدرسې زدهکړې پای ته ورسوي، د لومړیتوب هڅه یې د کار په موندلو کې ده، او دا طبیعي او ضروري خبره ده د ژوند د بقا اؤ تيرولو لپاره معاش ډير ضرور او اهم دی خو د کار ترلاسه کولو وروسته بايد د انسان فکر یوازې خپلې دندې ته محدود پاتې نشي بلکه د خپل علم د مسلک په رنړا کښی د خپلي ټولني دستونزو په ګوته کولو او د دهغي د حل راويستلو ته هم متوجه شي
که هغه معلم وي، که انجنیر، او که ډاکټر، ډېر وخت خپلې دندې ته یوازې د معاش د وسیلې په توګه ګوري. معلم چې د نصاب تدریس یې لومړنۍ دنده ده، ډېر وخت دغه دنده په اخلاص نه ترسره کوي. څېړنه او نوي فکرونه خو لا ډېر لرې خبره ده.
معلم د ټولنې هغه معمار دی چې د راتلونکي نسلونو فکر او ژوند جوړوي. که موږ نړۍ ته وګورو، نو وبه وینو چې پرمختللي هېوادونه د خپلو ښوونکو، پوهنتونونو او څېړنو له لارې د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسېدلي دي. زموږ معلمان کله دا فکر کوي چې د خپلې سیمې ستونزې وڅېړي او د هغوی لپاره علمي حل لارې وړاندې کړي؟
ایا په کلیو، ولسوالیو یا ښارونو کې کوم معلم داسې یو بنسټ جوړ کړی چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره د یوې تحقيقي نظرګاه په توګه کار وکړي؟
موږ د ډاکټرانو، انجنیرانو او نورو مسلکي خلکو کمښت نه لرو. خو ولې ډاکټران د خپلو سیمو د عامې روغتیا پر ستونزو فکر نه کوي؟ ولې دوی د خپلو کلیوالو خلکو د پوهاوي لپاره علمي غونډې یا پروګرامونه نه جوړوي؟ ولې دوی د خپلو سیمو د روغتیايي ستونزو په اړه علمي مقالې او څېړنې نه لیکي؟
په همدې ډول، ولې انجنیران د خپلو سیمو د اوبو مهارولو، د برېښنا د تولید یا د نورو بنسټیزو زېربناوو د جوړولو په اړه عملي څېړنې نه کوي؟ زموږ په ټولنه کې د څېړنې او تحقیق فکر او فرهنګ ډېر کمزوری دی، او دا یوه داسې تشه ده چې زموږ پرمختګ یې له پراخو ستونزو سره مخ کړی دی.
په هره ټولنه کې سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او روغتیايي ستونزې شتون لري. دا ستونزې ډېر وخت په لویو اقتصادي پلانونو حل کېږي، خو په همدې حال کې علمي کدرونه او څېړونکي باید د خپل وس او علم مطابق دې ستونزو ته خپلې علمي حل لارې وړاندې کړي. که په یوه وخت کې عملي اقدامات ممکن نه وي، لږ تر لږه د دغو ستونزو د حل لارې باید په تحریري او علمي بڼه وړاندې شي.
د څېړنې او تحقیق د کلتور نشتوالی
ولې موږ د خپلو ټولنیزو ستونزو په اکاډمیک او علمي ډول نه څېړو؟
ولې د افغانستان علمي څېړونکي د خپلو خلکو د ستونزو په اړه علمي مقالې نه لیکي؟ دا دومره ستونزمن کار نه دی. موږ مسلکي او وړتیا لرونکي خلک لرو، خو د څېړنې کلتور زموږ په ټولنه کې لا عام شوی نه دی.
اسلام موږ ته په ښکاره وايي چې د کائناتو په نښو فکر وکړئ، غور وکړئ او د ژوند ستونزې په علمي ډول حل کړئ. الله تعالی موږ ته عقل، پوهه او وړتیا راکړې ده چې د انسانیت ژوند پرې ښه کړو. خو موږ د دې پر ځای یوازې خپلې ورځنۍ ګټې په پام کې نیسو او د خپلې ټولنې د پرمختګ لپاره ډېرې لږې هڅې کوو.
په نړیواله کچه داسې بېلګې ډېرې دي چې موږ ترې زدهکړه کولای شو. د بېلګې په توګه، په برلین کې یوه علمي ټولنه هڅه کوي چې ټول ښار د برېښنايي موټرو په سیسټم بدل کړي. دا یو پلان دی چې د ځوانانو له یوې وړې ډلې پیل شوی. موږ ته پکار ده چې له دې ډول بېلګو الهام واخلو. موږ باید له فکر کولو او څېړنې څخه پیل وکړو، د خپلو سیمو ستونزې وڅېړو او د خپلو خلکو د پرمختګ لپاره عملي ګامونه واخلو.
موږ باید د څېړنې او علمي فکر کلتور په خپل ټولنه کې عام کړو. هر لوی پرمختګ د یو کوچني ګام له اخیستو پیلېږي. که څه هم زموږ امکانات محدود دي، خو د فکر کولو او څېړنې په وړاندې هېڅکله دا محدودیتونه خنډ نه دي. علم، فکر او عمل هغه لارې دي چې زموږ د ټولنې راتلونکی روښانه کولای شي. یوازې هغه ټولنه چې د علم، تحقیق او نوښت په اساس پر مخ ځي، کولای شي د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږي.
موږ ته پکار ده چې د ساينس، فلسفې، جدید فکر او ټولنيزې پوهاوي په رڼا کې خپلې ستونزې وڅېړو او د هغوی د حل لارې په علمي ډول وړاندې کړو. یوازې په دې ډول به موږ وکولای شو چې ځان د یوه پرمختللي او علمي ملت په توګه وپېژنو.


