یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهځوانانځوانانو په حکومت غږ کړی چې د شیر محمد بهار قاتلان دې...

ځوانانو په حکومت غږ کړی چې د شیر محمد بهار قاتلان دې ونیول شي .

پښتو جرنل

ځوان شېر محمد د قاتلینو د خوشې ګرځېدو په اړه خلک غوسه دي، او پر حکومت غږ کوي چې د هغوی د نیولو په اړه لاپروايي ونکړي.

 

نه یوازې دې د شېر بهار قاتلان ونیول شي، بلکې د هغوی مرسته کوونکي هم باید د قانون منګولو ته وسپارل شي او ورته سخته سزا ورکړل شي.

 

په ټولنیزو رسنیو کې د شېر محمد بهار د قاتلانو د نیولو لپاره د “جسټس فار شېر بهار” هشټاګ لاندې کمپاین روان دی. کاروونکي لیکي چې د شېر بهار وژنه یوه ستره پېښه ده او حکومت باید سمدستي د دې نوټس واخلي، د قاتلانو نیولو ته اقدام وکړي او انصاف ته لومړیتوب ورکړي.

 

یوه کاروونکي سلام لیکلي:

“د شېر بهار قاتلان دې ونیول شي او د هغوی ملاتړي دې هم رسوا کړل شي، ترڅو بیا څوک داسې کسانو ته پناه ورنکړي.”

 

بل کاروونکی شاه زمان وایي:

“چا چې انسانیت شرمولی، د هغوی ملاتړ کول د انسانیت توهین دی.”

 

جمال په خپل پیغام کې له حکومته غوښتنه کړې:

“مجرمان دې ژر تر ژره ونیول شي، ترڅو د خلکو باور پر نظام بیرته را ژوندی شي.”

 

یادونې وړ  ده  چې شېر محمد بهار تېره چهارشنبه په خپل دوکان کې په بې رحمانه ډول وژل شوی و. د کورنۍ د وینا له مخې، دا د سوداګرۍ یوه وړه ستونزه وه، چې د دومره لویې پېښې سبب نه شوه کېدای.

 

د شېر بهار د وژنې مقدمه په خالق شهید تاڼه کې د ستار ولد مدا جان او د هغه د ورور جلات خان پر وړ

اندې درج شوې ده.

#JusticeForSherBahar

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه