یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایراني چارواکو له افغان لوري سره د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړي

ایراني چارواکو له افغان لوري سره د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړي

ويب ډيسک

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان او ایران د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست علي رضا بیکدلي سره کتلي.

 

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دواړو خواوو د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزيټي اسانتياوو د برابرولو، د سوداګريزو ټولنو د فعاليتونو پر زياتوالي او د سوداګرۍ د تړونونو عملي کولو په اړه خبرې کړې دي

 

افغانستان او ایران داسې مهال د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه د تېر په پرتله زیاته شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه