ويب ډيسک
د افغانستان نامتو سیاستوالو، اکاډمیک شخصیتونه، خبریالان او فعالانو د افغان کرکټ ملي لوبډلې ملاتړ وکړ.
د افغانستان سیاستوال، اکاډمیک شخصیتونه، خبریالان او فعالانو له تېرو څو ورځو د افغان کرکټ ملي لوبډلې کلک ملاتړ اعلان کړی، او ویلي یې دي چې ورزش له سیاسته لرې وساتل شي.
له دې څخه د افغانستان پخواني ولسمشر «حامد کرزي» د کرکټ ملي لوبډلې په ملاتړ لیکلي، چې “د کرکټ او د هېوادو نورو ملي لوبغاړو د خپلو ویاړونو پر مټ د افغانستان نوم او بېرغ ځلانده ساتلی دی. “
د پارلمان پخوانۍ وکیلې «ګلالۍ صافۍ» لیکلي، “کړکټ هغه لوبه ده چې خپلو بریاوو سره یې میلیونو کسانو ته خوښي بښلې، او افغانستان ته یې ویاړونه راوړي، د هېواد دښمنان څنګه کولی شي ارامه اوسي، او د کړکټ پر ملي لوبډلې برید وکړي.”
د هېواد د پوهنتون استاد ډاکټر «عبدالعي محمدي» ویلي، “پر کړکټ لوبډلې فشار راوړل نه د سیاستونو بدلون لامل کېږي، او نه هم د ښځو حقونه ورکړل کېږي، په عقل یې وسنجوئ او مسوولانه خبرې وکړئ. “
سیاستوال « محسن داوړ» ویلي،” افغان کړکټ لوبډله د ا.ا د اقداماتو مسووله نه ده، دوی د افغانستان بیرغ په ویاړ رپولی. “
دې ملاتړ څرګندولو وروسته له هغې زور واخیست چې څو کسانو د انګلستان پارلمان ته یو لیک ولیکه او غوښتنه یې وکړه چې راتلونکو چمپین ټرافۍ سیالیو کې دې له افغان لوبډلې سره نه لوبېږي.
سکای نیوز تېره(سهشنبه، د مرغومي ۱۸مه) راپور ورکړی، چې د بریټانیا د پارلمان د غړو په ګډون تر ۱۶۰ زیاتو سیاستوالو په یوه لیک کې د اروپا له مرکزی بانک څخه غوښتی چې په افغانستان کې د ا.ا له خوا د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې له امله له دغې لوبې څخه ملاتړ ته د پای ټکی کېږدي.
د بریټانیا کرکټ بورډ د افغانستان ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبې د لغوه کولو غوښتنې «رد» کړې او ویلي یې دي، چې د یو اړخیزې پرېکړې پر ځای باید متحد اقدام غوره شي.
د انګلستان د کلتور او هنر وزیره «لیزا نینډي» هم وايي، د افغانستان پر وړاندې د انګلستان کرکټ راتلونکې لوبه باید د روان سیاسي حالاتو له امله او د ښځو د حقونو د نه ورکړې په غبرګون کې لغوه نه شي.


