ژمی د یخنۍ او سړو بادونو موسم دی چې د تودوخې اړتیا پکې ډېره زیاته وي. په افغانستان کې د ژمي د یخنۍ څخه د ځان ژغورلو لپاره ډېر خلک د ذغال یا هم سکروټو سوځونې څخه استفاده کوي، چې دا یوه دودیزه او ارزانه حللاره ګڼل کېږي. خو دې کار سره یو شمېر ستونزې او ننګونې تړاو لري چې د عامې روغتیا او چاپېریال لپاره خطرونه پېښوي.
د ذغال سوځونه زیاته اندازه کاربن ډای اکسایډ CO2، کاربن مونو اکسایډ CO او نور زیانمن ګازونه خوشې کوي چې د هوا کیفیت خرابوي. په ژمي کې د کورونو دننه او بهر هوا د دې ګازونو له امله ککړېږي، چې د خلکو روغتیا ته زیان اړوي.همدا راز د ذغال لوګی د ساه بندۍ، دمې Asthma د زړه ناروغیو، او حتی د سرطان خطر زیاتوي. هغه کسان چې په بندو خونو کې د ذغال لوګی تنفس کوي، د کاربن مونو اکسایډ د زهریت له امله د بېهوښۍ او حتی مرګ له خطر سره مخ کېدای شي.
د ذغال زیات سوځول د ځنګلونو پرې کولو ته اړتیا زیاتوي، چې دا د چاپېریال د خرابېدو او د ځمکې د اقلیم بدلون سره تړاو لري. د ونو کمښت د خاورو تخریب، د هوا د ککړتیا زیاتوالی، او د ژوند چاپېریال له منځه وړلو سبب ګرځي.
حل لارې؛
د بدیلو سرچینو کارونه
د تودوخې لپاره د لمریزې انرژۍ، بریښنايي هیترونو، یا ګاز څخه کار اخیستل د ذغال سوځونې لپاره بدیل حلونه ګڼل کېږي. که څه هم دا وسایل ممکن د ځینو خلکو لپاره ګران وي، خو د اوږدې مودې لپاره د روغتیا او چاپېریال لپاره ګټور دي.
او د هوا ښه وېنټیلیشن
هغه کورونه چې د ذغال سوځونه کوي، باید ښه وېنټیلیشن (هوايي جریان) ولري، ترڅو د لوګي خطر کم شي. او د کړکیو یا هوايي چینو خلاص ساتل د زهري ګازونو خپرېدل کموي.
او همدا راز د ټولنې په کچه پوهاوی زیاتول اړین دي، ترڅو خلک د ذغال سوځونې د زیانونو په اړه خبر شي او د نورو بدیلو لارو کارولو ته هڅول شي.
هغه وسایل چې د کم لوګي تولید لپاره ډیزاین شوي، لکه د مدرن سټوګانو Stoves کارول، د چاپېریال د ساتنې لپاره ګټور دي.
په پایله کې د ژمي په موسم کې د ذغال سوځونې ستونزه یوازې د کورنیو د تودوخې اړتیا نه، بلکې د چاپېریال او روغتیا لپاره یوه لویه ننګونه ده. که موږ د ذغال پر ځای له بدیلو سرچینو کار واخلو او د ذغال سوځونې لپاره خوندي لارې ولټوو، د خپل چاپېریال ساتنه به وکړو او د خپلو خلکو روغتیا به خوندي کړو. راځئ چې په ګډه د ژمي سړو سره مبارزه وکړو، خو د خپل چاپېریال او راتلونکو نسلونو لپاره یو ښه ژوند جوړ کړو.


